قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۷۲ اَلْجُمُعَة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾

پاکی وائي‌ اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی بادشاه دی ډیر پاک دی زورآوردی حکمتونو والا دی ﴿۱﴾

سورة اَلْجُمُعَة

ربط: ددی سورة دمخکښی سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکرد زیغ د زړونو د یهودیانو وؤ نوپه دی سورة کښی ذکر د اثر د زیغ د هغوی دی - د وهمه وجه دا چه په مخکښی سورة کښی ترغیب وؤ جهاد ته نوپه دی سورة کښی زجردی مانعینو دجهاد ته -
دعویٰ د سورة: رد دی په دریو دعوؤ د یهودیانو سرهٔ د رد د شرک فی العلم والتصرف نه اودهغی دپاره ئی نهه اسماء حسنیٰ ذکر کړی دی -
خلاصه د سورة : اول ذکر دتوحید دی په تسبیح سره بیا صدق د رسول دی په دری آیاتونو کښی بیا رد دی په اوله دعویٰ د یهودیانو باندی چه فخر سره وئیل چه مونږ علماء یو او تاسو امیان يئ د هغه جواب په (۵) کښی دی چه بی عمله عالم خو په شان د خروی - دوهم رد دی په دوهمه دعویٰ باندی دوی فخر کوؤ چه مونږ اولیاء اللّه یو جواب اوشو په دری آیاتونو کښی په دعوت دمباهلی سره - دریم فخر کول وو ددوی په یوم السبت سره دهغی جواب اوشو په ذکرد عظمت د ورځی د جمعی سره په خطبه او صلوٰة سره - بیا ترغیب دی حلال کسب ته روستو دفارغ کیدلود مونځ دجمعی نه او ترغیب دی اوریدلو د خطبی ته او پریخودل د مال وتجارت وغیره ددنیا -

تفسیر

[۱] په دی کښی دعویٰ دتوحید ده په ذکر دتسبیح سره اوپه تسبیح کښی په دی خاص تعبیر سره اشاره ده چه اللّه تعالٰی مَلِک دی نو د رعیت (چه دا امت دی) د اصلاح دپاره ئی اخری رسول را اولیږلو او قُدُّس دی یعنی په هغه باندی اعتراض نیشته په تشبیه ورکولو د بی علمه مُلیانو دحمارسره او (عَزِیز) دی ویره نه کوی دچا ددعوی د ولایت نه په دروغه سره او (حَکِیم) دی په مقرر کولو د ورځ دجمعی کښی دپاره د خاص عبادت -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>