قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۷۱ اَلصَّف

يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۲﴾ وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنْصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ فَآمَنَتْ طَائِفَةٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَتْ طَائِفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَى عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ ﴿۱۴﴾

بخنه به اوکړی تاسوته د گناهونو ستاسو او داخل به کړی تاسو جنتونو ته چه بهیږی لاندی د هغی نه ولی او کورونه د اوسیدلو مزیدار په باغونو د همیش والی کښی دا کامیابی لویه ده ﴿۱۲﴾
او بل نعمت چه خوښوئ تاسو هغه (چه هغه) مدد دی د طرف د اللّه تعالٰی نه او گټه نزدی او زیری ورکړه مؤمنانو لره ﴿۱۳﴾
ای ایمان والو شئ مدد کوؤنکی د دین د اللّه تعالٰی لکه چه وئیلی دی عیسیٰ علیه السلام ځوی د مریم حواریینو خپلو ته څوک دی ماسره مدد کوؤنکی (دپاره د نزدی کیدلو) اللّه تعالٰی ته اوئیل حواریینو مونږ مدد کوؤ د دین د اللّه تعالٰی نو ایمان راوړو یو ډلی د بنی اسرائیلو نه او کفر اوکړو بلی ډلی نو کلک کړل مونږ هغه کسان چه ایمان ئی راوړی وؤ په دشمنانو ددوی باندی نو شول هغوی غالب ﴿۱۴﴾

[۱۳] دا بشارت دنیویه دی (تُحِبُّونَهَا) دلیل دی چه د صحابه کرامو محبت دجهاد او د نصرت الٰهیه او د فتح د حق سره وؤ ددنیا د نور متاع سره د هغوی محبت نه وؤ (وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ) اشاره ده چه بشارت دنیویه اخرویه ټول د ایمان په وجه دی -
[۱۴] دا دریم خطاب دپاره د تاکید د حکم دجهاد دی اوپه دی کښی ترتیب دی چه اول اعلان دی د نصرت کولو بیا دعوت کول دی بیا مقابله کول دی دشمنانو ددین سره بیا حصول د تائید د اللّه تعالٰی دی (لِلْحَوَارِيِّينَ) نو (فَآمَنَتْ طَائِفَةٌ) شربینی وئیلی دی چه دلته تقدیر دی یعنی حواریینو دعوت شروع کړو په بنی اسرائیلو کښی نو هغوی خو اول دوه ډلی شوی چاچه ایمان راوړو نو هغوی ته نصاریٰ وئیلی کیدل او چا چه کفراوکړو نو هغوی ته یهود وئیل کیدل - بیا روستو د رفع د عیسیٰ علیه السلام نه آسمان ته، نصاریٰ مختلف شول چاچه اوئیل چه عیسیٰ علیه السلام اللّه دی نو هغه یعقوبیه دی چا اوئیل چه ځوی د اللّه دی دا نسطوریه دی اوڅوک په تثلیث باندی قائل شول او هغه ملکانیه دی او څوک په توحید باندی پاخه وؤ خوپه هغوی کښی هم دری ډلی پیدا شوی مجاهدین، دعوت کوؤنکی، او دی دواړو ډلو لره خو یهودیانو قتل کړل او راهبان لکه چه سورة حدید کښی ذکرشوی دی دریمه ډله (فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا) تائید او غلبه ددوی په حجت سره اوبیا ددوی غلبه راغله په سبب دبعث د آخری نبی ﷺ سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>