قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۷ الواقعة

وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ ﴿۸۲﴾ فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ ﴿۸۳﴾ وَأَنْتُمْ حِينَئِذٍ تَنْظُرُونَ ﴿۸۴﴾ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْكُمْ وَلَكِنْ لَا تُبْصِرُونَ ﴿۸۵﴾ فَلَوْلَا إِنْ كُنْتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ ﴿۸۶﴾ تَرْجِعُونَهَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۸۷﴾ فَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۸۸﴾ فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّتُ نَعِيمٍ ﴿۸۹﴾

او گرځوئ برخه ستاسو دا خبره چه دروغژن ئی گنړئ ﴿۸۲﴾
نو ولی نه ده چه کوم وخت اورسی روح مرئ ته ﴿۸۳﴾
او تاسو په دغه وخت کښی گورئ ﴿۸۴﴾
او مونږ ښه نزدی یو ده ته ستاسو نه او لیکن نه وینئ تاسو ﴿۸۵﴾
نو ولی نه ده که چیری تاسو نه ئی کمزوری ﴿۸۶﴾
چه واپس را اوگرځوئ دا روح که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۸۷﴾
نوکه چیری وی دا روح والا د زیات نزدی خلقو نه ﴿۸۸﴾
نو ده لره راحت دی او خوږ رزق دی او جنتونه د نعمتونو دی ﴿۸۹﴾

[۸۲] دا هم زجر دی (رِزْقَكُمْ) هرکله چه تکذیب دحق او دقرآن خوراک نه دی ددی وجی نه په دی آیت کښی د مفسرینو ډیر توجیهات دی - اوله توجیه داچه رزق په معنیٰ دشکردی ځکه چه شکرسبب د رزق دی نوذکر دمسبب او مراد ترینه سبب دی - دوهمه توجیه داچه رزق په معنیٰ د برخی سره دی نو معنیٰ دا چه تاسو خپله حصه دقرآن نه دا گرځولی ده چه تکذیب کوئ -
[۸۵،۸۴،۸۲] روستو د زجرنه ذکرکوی تخویف سره دبل قسم زجرنه او دا تخویف دی په مرگ سره - (فَلَوْلَا) دا لفظ‌ دپاره د زورنی استعمالیږی دلته په دی کښی شرطی معنیٰ نیشته دی (الْحُلْقُومَ) حلق عام دی ټولی مرئ ته وئیلی کیږی اوحلقوم خاص دی په هغی پوری چه روح په کښی ځی را ځی (وَأَنْتُمْ حِينَئِذٍ تَنْظُرُونَ) خطاب دی حاضرینو دمړی ته چه اکثر دهغه رشته داروی - تَنْظُرُونَ، مړی ته او دهغه حالت دنزع ته گوری یا داپه معنیٰ د انتظار د مرگ دی (وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ) مراد ددی وجود د ملائکه الموت دی چه په هغه وخت کښی حاضروی (وَلَكِنْ لَا تُبْصِرُونَ) نظرپه محسوساتو کښی اوبصر په غائب څیزونو معقولاتو کښی اکثراستعمالیږی ددی وجی اول ئی نظر ثابت کړو په تنظرون او بیائی بصر نفی کړو په لاتبصرون سره - تردی ځای پوری څلور حالات ذکرشول -
[۸۷،۸۶] (فَلَوْلَا إِنْ كُنْتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ) معنیٰ ددی جزا ورکړی شوی، حساب کړی شوی او مملوک او کمزوری، حاصل د معنیٰ دادی که چیری تاسو رشتیا کمزوری نه ئی او حساب درسره نشی کیدی نوبیا خو دغه روح په بدن کښی واپس را اوگرځوئ لیکن نشی را گرځولی نو معلومه شوه چه تاسو په تکذیب دقرآن اوپه انکار دتوحید او قیامت کښی دروغژن ئی -
[۸۹،۸۸] دا تقسیم د هغه خلقو دی دری قسمونو ته چه په هغوی باندی ځنکدن راغی او مړه شول لکه چه دسورة په ابتدا کښی ئی داسی ذکرکړی وؤ لیکن فرق دادی چه هغه حالات په آخرت په جنت یاپه جهنم کښی وؤ او دلته حالات د وخت د ځنکدن دی (الْمُقَرَّبِينَ) ددی نه مراد السابقون دی کامل ایمان والا مؤمنان - (فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ) ابن کثیر وئیلی دی چه دمرگ په وخت کښی ملائک دوی ته دا بشارت ورکوی (رَوْحٌ) په معنیٰ د راحت او خوشحالئ، او رحمت، دیدن د اللّه تعالٰی دی او دا ټولی معنی اراده کیدی شی (رَيْحَانٌ) ښائسته رزق، گل دکشمالو، او لذت په خبرو د اللّه تعالٰی سره دی ټولو معانیو ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>