قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۹ الواقعة

عَلَى سُرُرٍ مَوْضُونَةٍ ﴿۱۵﴾ مُتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ ﴿۱۶﴾ يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ ﴿۱۷﴾ لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنْزِفُونَ ﴿۱۹﴾ وَفَاكِهَةٍ مِمَّا يَتَخَيَّرُونَ ﴿۲۰﴾ وَلَحْمِ طَيْرٍ مِمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۲۱﴾ وَحُورٌ عِينٌ ﴿۲۲﴾ كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ ﴿۲۳﴾ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾

په تختونو باندی به وی چه اودلی شوی به وی د تارونو د سرو زرونه ﴿۱۵﴾
تکیه به وهی په هغی باندی یو بل ته به مخامخ ویتکیه به وهی په هغی باندی یو بل ته به مخامخ وی - ﴿۱۶﴾
ځی را ځی به په دوی هلکان چه همیشه به هلکان وی ﴿۱۷﴾
په گلاسونو او جگونو سره او پیالی ډکی د شرابو خالصو نه ﴿۱۸﴾
نه به سر درد راځی په دوی باندی دهغی نه او نه به الټی (قی) کوی ﴿۱۹﴾
اوپه میوؤ کښی به وی د هغه قسم نه چه دوی به ئی خوښوی ﴿۲۰﴾
او په غوښو د مارغانو کښی به وی د هغه قسم نه چه دوی ئی غواړی ﴿۲۱﴾
او (دوی لره به وی) حوری ښائسته سترگو والا ﴿۲۲﴾
په شان د ملغلرو پټو ساتلو شوؤ ﴿۲۳﴾
بدله ور کیدی شی په سبب د هغه عملونو سره چه دوی کول ﴿۲۴﴾

[۱۶،۱۵] (مُتَقَابِلِينَ) مجلس کښی به یو بل ته مخامخ وی مینځ کښی به ئی پرده نه وی او اشاره ده چه دیو بل نه به چیری نه خفه کیږی او مرتبی به ئی هم یوبل ته نزدی وی -
[۱۸،۱۷] (وِلْدَانٌ) مراد ددینه مشرکانو هغه بچی دی چه مخکښی د بلوغ نه مړه شوی وی او په بل قول کښی ورسره واړه مسلمانانو هم مراد دی یا مراد هغه دی چه په جنت کښی د خدمت د جنتیانو دپاره پیدا کړی شوی دی (مُخَلَّدُونَ) همیشه به وی فنا به ورباندی نه راځی او نه به زړیږی او نه به د حالت خپل نه بدلیږی (مَعِينٍ) د چینی په شان جاری به وی یا ښکاره او ډیر به وی یعنی نچوړولو ته به ئی حاجت نه وی -
[۱۹] (وَلَا يُنْزِفُونَ) د ضحاک نه روایت کړی شوی دی چه په خمر ددنیا کښی څلور ناکاره اوصاف دی درد سر، قی کول، نشه کیدل، بول راتلل، اوشراب د جنت ددی ټولو قبائحو نه پاک دی -
[۲۰] دا عطف دی په اکواب باندی او باجاره محذوف ده (يَتَخَيَّرُونَ) مراد داچه ډیری میوی اوپه ډیر قسمونو به وی نو هرڅوک به د خپلی خوښی مطابق د هغه نه خوری یا مراد ددی نه غوره او بهتر ده -
[۲۱] سوال: څه حکمت دی د فواکه سره یتخیرون او د لحم سره ئی یشتهون ذکرکړو؟ جواب: په دنیا کښی چه هرکله دا دواړه څیزونه اوگی سړی ته وړاندی کړی شی نو دده غوښی ته اشتهاء کیږی او هرکله چه موړ سړی ته پیش کړی شی نو دهغه میلان فواکه ته کیږی او اهل جنت خوراک خو د لوږی وجی نه نه کوی بلکه د تفکه د وجهی نه کوی نو ددی وجهی نه فاکهه ئی د لحم نه وړاندی ذکر کړه په خلاف د ترتیب د دنیا سر ه -
[۲۳،۲۲] (الْمَكْنُونِ) چه پټه ساتلی شوی وی او دوړه ورباندی نه وی لگیدلی او لاسونه ورته نه وی رسیدلی -
[۲۴] (جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) اعمال ظاهری سبب دی د جزاء د پاره او رحمت د اللّه تعالٰی سبب حقیقی دی ددی وجی نه دواړو ته نسبت د جزاء صحیح دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>