قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۸ الواقعة

وَبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ﴿۵﴾ فَكَانَتْ هَبَاءً مُنْبَثًّا ﴿۶﴾ وَكُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً ﴿۷﴾ فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۸﴾ وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۹﴾ وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ﴿۱۰﴾ أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ ﴿۱۱﴾ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۱۲﴾ ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ وَقَلِيلٌ مِنَ الْآخِرِينَ ﴿۱۴﴾

او ذری ذری به کړی شی غرونه په ذری ذری کولو سره ﴿۵﴾
نوشی به دوړه الوځولی شوی ﴿۶﴾
او شئ به تاسو دری قسمونه ﴿۷﴾
نو ښی لاس والا خلق څه لوی شان دی د ښی لاس والو ﴿۸﴾
او کینړ لاس والا خلق څومره بد دی حال د کینړ لاس والا ﴿۹﴾
او مخکښی کیدونکی ایمان ته (په دنیاکښی) مخکښی داخلیدونکی به وی جنت ته (په آخرت کښی) ﴿۱۰﴾
دغه کسان پوره نزدی کړی شوی دی ﴿۱۱﴾
په جنتونو د نعمتونو کښی به وی ﴿۱۲﴾
ډلی د مخکنو امتونو نه ﴿۱۳﴾
او لږ دی د روستنو نه ﴿۱۴﴾

[۶،۵] د احال دغرونو ذکرکوی چه دا وهم اونه کړی شی چه په ځمکه باندی غرونه د میخونوپه شان دی نودابه څه رنگی ټوله او خوزیږی نو اوفرمائیل شو چه غرونه به هم ختم شی (هَبَاءً مُنْبَثًّا) هغه دوړه چه د خپو دآسونونه په وخت د تیزرفتارئ دهغوی کښی را اوچته شی اوبیا خوره او روکه شی -
[۷] دا تقسیم دخلقو دی په اعتبارد عقیدی اود عملونوسره نو دارنگ بیا په اعتبار د جزاء سره لیکن په دنیا کښی دوی مخلوط وؤ اوهریو دخپلی طریقی تعریف کوؤ نو تقسیم په دنیا کښی پوره ښکاره شوی نه وو اوپه آخرت کښی به پوره ښکاره شی -
[۹،۸] دا تفصیل د اقسام ثلثه دی نوپه دی کښی اول فریق ذکرکوی (الْمَيْمَنَةِ) د یمین نه ماخوذ دی یعنی ښی طرف دمیدان حشرته به روان کړی شی ځکه چه ښی طرف ته جنت دی یا دا د یُمن نه اخستلی شوی دی یعنی خیراو برکت والا دی او نیک بخت دی -
[۱۱،۱۰] په دی کښی دوهم فریق ذکرکوی (الْمَشْأَمَةِ) شمال (گس) طرف ته وئیلی کیږی یعنی دوی له به په گس لاس کښی عمل نامه ورکیدی شی یاداچه په گس طرف دمیدان حشربه روان کړی شی ځکه چه هغه طرف ته جهنم دی - یا ماخوذ دی د شُؤم نه بد بختئ ته وئیلی کیږی یعنی دوی شقیان او بدبخت دی -
[۱۲] دا دریم فریق دی داول نه مراد سبقیت کوؤنکی دی دخیر کارونو ته په دنیا کښی او ددوهم نه مراد وړاندی داخلیدونکی جنت ته په ورځ دقیامت کښی (الْمُقَرَّبُونَ) ددوی درجی عرش ته او اللّه تعالٰی ته ډیری نزدی دی -
[۱۴،۱۳] په اولین او آخرین کښی دوه اقوال دی اول داچه د اولین نه دتیرشوو پیغمبرانو (سابقون) صحابه مراد دی او انبیاء علیهم السلام ډیر وؤ نو دهغوی د صحابؤ مجموعه شمار ډیردی او آخرین نه مراد ځمونږ د امت صحابه کرام دی دوی اگرچه فی نفسهِ ډیر دی لیکن په نسبت د مجموعه تیرشوؤ باندی کم دی - دوهم قول داچه د اولین نه مراد ځمونږ امت سابقون (صحابه کرام) دی او دآخرین نه مراد په دی امت کښی هغه خلق دی چه ایمان او اتباع د رسول اللّٰه ﷺ ته ئی سبقت کړی دی او دصحابه کرامو په نقش قدم باندی روان دی ، نو دوی دصحابه کرامو نه لږ دی - او ابن کثیر روستو قول غوره کړی دی او ډیر احادیث ئی ددی امت په فضیلت باندی ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>