قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۶ الرَّحمٰن

فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۱﴾ حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ ﴿۷۲﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۳﴾ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۷۴﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۵﴾ مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ ﴿۷۶﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۷﴾ تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۷۸﴾

نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۷۱﴾
حوری دی بندی ساتلی شوی په خیمو (د ملغلروکښی) ﴿۷۲﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۷۳﴾
نه به وی رسیدلی دوی ته هیڅ انسان مخکښی ددوی نه او نه پیری ﴿۷۴﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۷۵﴾
آرام به کوی دوی په څادرونو شنو او قالینونو ښائسته باندی ﴿۷۶﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۷۷﴾
برکتونو والا دی نوم درب ستا چه لوی شان والا دی او عزتونو والا دی ﴿۷۸﴾

[۷۳،۷۲] دا نور صفات دهغه ازواجو دی (مَقْصُورَاتٌ) بند ساتل د حفاظت او د اکرام د پاره دی او مدح دزنانو په ستراو پرده سره کیږی اوچه په خپل کور کښی اوسی اوبی ضرورته په لارو او کوڅو کښی نه گرځی (فِي الْخِيَامِ) د جنت دهغی خیمی تفسیر په حدیث صحیح کښی راغلی دی او دلته هغه مراد دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی، چه دمؤمن دپاره په جنت کښی خیمه ده دیو ملغلری ډډی نه چه اوگدوالی د هغی شپیته میلونه دی او ددی مؤمن به په هغی کښ اهل وی چه دی به په هغوی باندی چکر لگوی او هغوی به یوبل لره نه وینی، د اد مسلم روایت دی -
[۷۵،۷۴] دا صفت د مخکنو او ددوی دواړو شریک دی ځکه چه ددی وصف په نیشتوالی سره په لذَّاتو کښی ډیر کمی طبعاً او عادةً محسوس کیږی -
[۷۷،۷۶] دا نور صفتونه دجنتیانو ذکرکوی یعنی تیرشوی نعمتونه به دوی ته حاصلیږی سره د آرام نه (رَفْرَفٍ خُضْرٍ) مراد ددی نه هغه څادرونه دی چه په بستره باندی غوړولی شی یا بالختونه یا چمنونه د جنت (وَعَبْقَرِيٍّ) گل دار څادرونه یا بستری چه ډیری نااشنا وی -
[۷۸] دا تفریع ده په ټول سورة باندی او تفصیل د دعوی ددی سورة دی په لفظ د تَبَارَكَ، کښی اشاره ده چه دا مخکښی ذکرشوی نعمتونه پیدا کول اوهغی له ترقی او بقا ورکول دا صفت خاص د اللّه تعالٰی دی اودارنگ دا ټول انعامات دلالت کوی په عظمت او لوئی د اللّه تعالٰی باندی نو صفت ذی الجلال ئی راوړو او دا انعامات دلالت کوی په سخاوت او مهربانئ د اللّه تعالٰی باندی نوصفت د الاکرام ئي ذکرکړو (اسْمُ رَبِّكَ) مراد اسم نه په دی مقام کښی الرّحمٰن دی چه دسورت په اول کښی دی اودارنگ هراسم د اسماءِ حسنیٰ نه موصوف دی په تبارک سره (ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ) صفت د رب دی یعنی جلیل دی په اعتبارد ذات سره او اکرام دی په اعتبار د افعالوسره -
فائده: قاسمی په تفسیرکښی ذکرکړی دی چه برکات د نومونو د اللّه تعالٰی واجب دی (په هغه الفاظوسره چه حروف هجاء نه مرکب وی) مونږ تبارک حاصلوؤ دهغی په ذکراو تعظیم سره اود هغه دنوم اجلال او اکرام به کوؤ که دغه نومونه په کاعذ کښی لیکلی شوی وی یا په دیوال وغیره کښی منقوش وی یاپه ژبه باندی ذکرکیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>