قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۵ الرَّحمٰن

فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۱﴾ وَمِنْ دُونِهِمَا جَنَّتَانِ ﴿۶۲﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۳﴾ مُدْهَامَّتَانِ ﴿۶۴﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۵﴾ فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ ﴿۶۶﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۷﴾ فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ ﴿۶۸﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۹﴾ فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ ﴿۷۰﴾

نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۶۱﴾
او سیوا ددوی نه نور قسماقسم باغونه دی ﴿۶۲﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۶۳﴾
تک شنه به وی ﴿۶۴﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۶۵﴾
په دی کښی چینی دی فواری وهونکی به وی (اوبه را ویستونکی په زور سره) ﴿۶۶﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۶۷﴾
په دی کښی میوی دی او کجوری او انار دی ﴿۶۸﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۶۹﴾
په دی کښی به غوره بیبیانی ښائسته شکلونو والا وی ﴿۷۰﴾

[۶۳،۶۲] ددی آیت نه دوهم قسم جنتونه په بشارت کښی ذکرکوی ددوهم قسم مؤمنانو دپاره اوددی هم یوولس صفات راوړی (وَمِنْ دُونِهِمَا) لفظ‌ د دُونِ ښکاره دلالت کوی چه دا جنتونه دمخکنونه په فضیلت او درجاتو کښی کم دی او ابن کثیر دا دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل کړی دی -
[۶۵،۶۴] دا اول صفت دجنتان دی هرکله چه اونی بوټی او چمونونه ډیر شنه او تازه وی نو تور ښکاره کیږی دیته ادهیمام وئیلی کیږی نوپه دی کښی اشاره ده ډیروالی او اونو او بوټو او چمنونوته او ډیره تازه گئ او ډیرشین والی ته -
[۶۷،۶۶] دا بل صفت دجنتونو دی (نَضَّاخَتَانِ) دا چینی به ډیری اوبه او مشک او خوشبوئي‌ او خیر او برکت په جنتیانو باندی رانولی او دا هم ډیر نعمتونه دی ددی وجی نه دلته هم لفظ آلَاءِ اوئیلی شو -
[۶۹،۶۸] دا بل صفت دی اوپه دی کښی دری انعامات ذکرکوی (وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ) ددی د تخصیص وجه داده چه په زمانه د نزول دقرآن کښی حجاز علاقه کښی دا دواړه ډیرموجود وو -س
[۷۱،۷۰] دا بل صفت دی په ذکر کولو د نورو نعمتونو سره (خَيْرَاتٌ) یعنی خاوندانی د خیراو د فائدو دی - یا معنیٰ دا چه غوره اخلاقو او صفاتو والا دی - او حِسَانٌ، په معنیٰ د دی چه بدنونه او مخونه به ئی ډیر ښائسته وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>