قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۳ الطور

مُتَّكِئِينَ عَلَى سُرُرٍ مَصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ ﴿۲۰﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُمْ بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُمْ مِنْ عَمَلِهِمْ مِنْ شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ ﴿۲۱﴾ وَأَمْدَدْنَاهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۲۲﴾ يَتَنَازَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ ﴿۲۳﴾

تکیه به ئی وهلی وی په کټونوباندی چه صف په صف به پراته وی او جوړئ به ورکړو مونږ وی به ددوی سره حوری ښائسته سترگو والا ﴿۲۰﴾
او هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوتابعداری کړی ده ددوی بچو ددوی په ایمان سره یوځای به کړو مونږ دوی سره بچی ددوی اونه نیمگړی کوؤ مونږ دعملونو ددوی نه هیڅ څیز هرسړی په دهغه عمل چه کړی وی انتظار کوونکی وی ﴿۲۱﴾
او زیاتوؤ مونږ دوی لره میوی او غوښی دهغه قسم نه چه دوی ئی اشتها لری ﴿۲۲﴾
راخلی به یوبل نه په هغی کښی کاسی ډکی نه به وی بی فائدی خبری په هغی کښی اونه گناه ﴿۲۳﴾

[۲۱] په دی کښی زیری دی په نورو طریقو سره (بِإِيمَانٍ) مراد د ذریّةَ نه عام دی واړه بچی وی او که بالغ وی که واړه وی نومراد د ایمان نه ایمان طبعی دی یعنی دموراوپلار د ایمان د وجی نه دوی هم مؤمنان دی اوکه بالغ وی نومراد دایمان نه ایمان تکلیفی او اختیاری دی یعنی اگرچه د ا اولاد په عمل کولو کښی دپلارانو نه کم دی لیکن دپلارانو دخوشحالئ دپاره به دهغوی سره په جنت کښی یوځای کړی شی (وَمَا أَلَتْنَاهُمْ) په دی سره وهم دفع کوی چه کیدی شی چه دپلارانو درجه به کوزه کړی شی نو اولاد به ورسره یوځای کړی شی نوجواب اوشو چه معامله برعکس وی دپلارانو په جزا کښی به هیڅ نقصان نه راولی - (كُلُّ امْرِئٍ) په دی کښی جواب دوهم دی هغه دادی لکه چه دپلارد نیک عمل په وجه سره اولاد ته فائده اورسیدله نو کیدی شی چه دپلار گناه په وجه یاد اولاد د گناه په وجه سره یوبل ته نقصان اورسی نوجواب اوشو چه بدعمل هرنفس ځان له دی بیا دا جمله عامه ده هرنیک او بدعمل ته شامل ده او (رَهِينٌ) عام دی په معنیٰ د انتظار کوؤنکی د جزاءِ خیر یا جزاءِ‌ شر مراد ددی نه صرف مشرکان او گناهگاران دی په قرینه د سورة مدثر (۳۸) سره چه په هغی کښی د اصحاب الیمین استثناء ذکر ده -
[۲۲] په دی کښی بشارت په بله طریقه سره دی او دفع د وهم ده وهم دادی چه هرکله اولاد ئی ورسره یوځای کړل نوکیدی شی چه دهغوی دوجی نه په نعمتونو کښی کمی راشی نو جواب اوشو چه وخت په وخت به خوراکونه زیاتیږی -
[۲۳] (يَتَنَازَعُونَ) تنازع په اصل کښی دیوبل څه څیز راښکل دی مراد ددی نه یوبل ته ورکول دی لیکن راښکل هم راښکل دمزی او خوش طبعئ دی د حرص او د جگړی په طریقی سره نه دی (لَغْوٌ) هغه کلام چه هیڅ فائده په کښی نه وی اگرچه نقصان هم په کښی بل چاته نه وی (تَأْثِيمٌ) هغه کلام دی چه په هغی گناه نه وی لکه چه ددنیا په شرابو څښلو سره نشه راځی اوبیا کنځل او فحش کارونه کوی داسی به دجنت په مشروباتو کښی نه وی - او تاثیم نشی ته هم وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>