قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۲ الطور

فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۱﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي خَوْضٍ يَلْعَبُونَ ﴿۱۲﴾ يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَى نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ﴿۱۳﴾ هَذِهِ النَّارُ الَّتِي كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۱۴﴾ أَفَسِحْرٌ هَذَا أَمْ أَنْتُمْ لَا تُبْصِرُونَ ﴿۱۵﴾ اصْلَوْهَا فَاصْبِرُوا أَوْ لَا تَصْبِرُوا سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَعِيمٍ ﴿۱۷﴾ فَاكِهِينَ بِمَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَاهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۱۸﴾ كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾

نو تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۱۱﴾
هغه کسان چه دوی دی په باطله مشغولا کښی لوبی کوی ﴿۱۲﴾
په هغه ورځ به په دیکو بوتللی شی اور دجهنم ته په دیکو دیکو ﴿۱۳﴾
(اوبه وئیلی شی) دا هغه اوردی چه تاسو وئ ددی تکذیب کوؤنکی ﴿۱۴﴾
آیا نو دا جادو دی یا تاسو هیڅ نه وینی ﴿۱۵﴾
ورننوځئ اورته که صبرکوئ اوکه نه کوئ برابره خبره ده په تاسوباندی یقیناً‌ بدلی درکیدی شی تاسوته دهغه عملونو چه تاسو کول ﴿۱۶﴾
یقیناً‌ متقیان به په باغونواو نعمتونو کښی وی ﴿۱۷﴾
خوشحالی به کوی په هغه نعمتونو چه ورکړی دی دوی ته رب ددوی او بچ ساتلی دی دوی رب ددوی دعذاب د جهنم نه ﴿۱۸﴾
خورئ او څښئ په خوشحالئ سره په سبب د هغه علمونو چه تاسو کول ﴿۱۹﴾

[۱۲،۱۱] په دی کښی ذکرد مستحقینو دعذاب دی او د عذاب دوه اسباب ذکرکوی مراد ددی نه په باطل بحثونو کښی مشغولیدل اوپه دین باندی اعتراضونه او طعنونه کول دی لکه چه ددهریانو او غټو فاسقانو مجلسونه وی (يَلْعَبُونَ) یعنی دا بحثونه د حق معلومولو او دتحقیق دپاره نه کوی بلکه د لوبو کولو په طریقه صرف وخت تیروی -
۱۴،۱۳[] په دی کښی دهغه ورځی نور هیبتونه ذکرکوی -
[۱۶،۱۵] ددی نه وړاندی یقول الملائکةُ پټ دی - ملائک د جهنم په ورته اوائی -
[۱۸،۱۷] ددی نه تفصیلی بشارت د متقیانو دپاره شروع شو په دی دواړه آیاتونو کښی په څلورڅیزونو سره زیری دی (وَوَقَاهُمْ) دا مستقل نعمت دی یعنی جنت ته دابتداء نه داخل شول او داورنه بالکل بچ ساتلی شوی دی -
[۲۰،۱۹] په دی ایتونو کښی په ظاهری محسوس نعمتونو سره زیری ذکرکوی (هَنِيئًا) داد خوراک څښاک دواړو سره تعلق لری - مراد ددی نه دادی چه خوراک څښاک کښی په هیڅ نقصان یامرض او آفت نه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>