قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۰ الذَّارِيَاتِ

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَا أَنْتَ بِمَلُومٍ ﴿۵۴﴾ وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۵﴾ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ ﴿۵۷﴾ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ﴿۵۸﴾ فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذَنُوبًا مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ ﴿۵۹﴾ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ يَوْمِهِمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۶۰﴾

نو مخ واړوه ددوی نه نو ته نه ئی ملامته کړی شوی ﴿۵۴﴾
او قرآن بیان کړه یقیناً‌ قرآن بیانول نفع ورکوی مؤمنانو ته ﴿۵۵﴾
اونه دی پیدا کړی ما پیریان او انسانان مگردی دپاره چه ځما بندگی اوکړی ﴿۵۶﴾
زه نه غواړم ددوی نه هیڅ روزی (دځآن دپاره) او نه غواړم چه ماله دی خوراک راکړی ﴿۵۷﴾
یقیناً اللّه تعالٰی هغه روزی ورکوؤنکی دی خاوند د طاقت مضبوط‌ دی ﴿۵۸﴾
نویقیناً هغه کسانو لره چه ظلم کړی دی برخی دعذاب دی په شان د برځی دعذاب د ملگرو ددوی نو دوی دی په تادئ سره نه غواړی ﴿۵۹﴾
نو تباهی ده هغه کسانولره چه کفرئی کړی دی دوجی دهغی ورځی ددوی نه چه دوی سره ئی وعده کیدی شی ﴿۶۰﴾

[۵۵،۵۴] دا تسلّی ده او تشجیع ده نبی ﷺ ته -
[۵۶] ددی ربط‌ د ذَكِّرْ سره دی یعنی دوی ته تذکیر د حکمت د پیدائش د جن او انس ورکړه (إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) (سوال) هرکله چه عبادت د اللّه تعالٰی په طریقه د توحید سره مراد شی د خَلقِ جِن او انس نوډیر جن او انس خو توحید والانه دی نوخلاف لازم شو د ارادی د اللّه تعالٰی نه نو ثابت شو مذهب د معتزلو اودا خلاف دی د ډیرو نصوصو نه؟ جواب: په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه مراد ددی اقرار کول دی په بندگئ د اللّه تعالٰی که په خوښه وی اوکه په زور سره وی نوکفار او مشرکین په کُرْه (زور) کښی اقرار د بندگئ‌ د اللّه تعالٰی کوی - دوهمه طریقه داده چه مراد ددی نه امرکول او مکلف کول ددوی دی په توحیدسره او امردوی ته شوی دی لکه په آیت دسورة بینة (۵) کښی دی -
[۵۷] په دی آیت کښی اثبات د الوهیت د اللّه تعالٰی دی چه اللّه تعالٰی هیڅ قسم محتاج نه دی او دفع دوهم ده - هغه دا چه مخلوق چه هرکله ځان له عبید (مریان) جوړوی نود خپل اعراض دپاره ئی جوړوی نو اللّه تعالٰی اوفرمائیل چه ما خپل هیڅ غرض او فائدی دپاره نه دی پیدا کړی (مِنْ رِزْقٍ) یعنی رزق گټل او کسبونه د بندگانو د ځان دپاره دی په دی کښی اللّه تعالٰی دځان دپاره هیڅ فائده غرض او مقصد نه دی گرځولی -
[۵۸] هرکله چه بعضی مولاگان دی خپلو مریانو نه خدمت نه اخلی نو روزی هم نه ورکوی نو اللّه تعالٰی دا وهم دفع کړو په دی قول سره چه (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ) - (الْمَتِينُ) په دی کښی اشاره ده چه په قوت د اللّه تعالٰی کښی هیڅ قسم کمزوری نه راځی -
[۶۰،۵۹] دا تخویف دنیوی دی یعنی هرکله چه ذکرشو حکمت دپیدائش د جن او انس او ذکرشو قوت د اللّه تعالٰی نودا سبب دی دپاره دسزا دظالمانو هغه چه حکمت د پیدائش نه ئی خلاف کړی دی (ذَنُوبًا) په اصل کښی هغه بوقی ته وئیلی کیږی چه ډکه وی د اوبونه دارنگ هغه ورځ دشرته وئیلی کیږی چه ډیره اوږده وی دلته مراد غټه برخه دعذاب ده (مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ) مراد ددی نه هغه قومونه د مکذبینو دی چه په دی سورة کښی دهغوی دعذابونو ذکرشوی دی نوپه دی کښی عذاب دنیوی مراد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>