قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۷۹ الذَّارِيَاتِ

وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ ﴿۴۸﴾ وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۴۹﴾ فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۵۰﴾ وَلَا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۵۱﴾ كَذَلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿۵۲﴾ أَتَوَاصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿۵۳﴾

او ځمکه غوړلی ده نو ښه غوړوؤنکی یو ﴿۴۸﴾
اودهرڅیزنه پیدا کړی دی مونږ جوړئ دی دپاره چه نصیحت قبول کړئ‌ تاسو ﴿۴۹﴾
نو اوتختئ اللّه تعالٰی ته یقیناً زه تاسو لره د هغه نه ویره درکوؤنکی یم ښکاره ﴿۵۰﴾
او مه جوړوئ د اللّه تعالٰی سره حق دار دبندگئ بل یقیناً‌ زه تاسو لره دهغه نه ویره ورکوؤنکی یم ښکاره ﴿۵۱﴾
دغسی نه راتلو هغه کسانو ته چه ددوی نه مخکښی وؤ هیڅ رسول مگر دوی وئیل جادوگر دی او لیونی دی ﴿۵۲﴾
آیا دوی یوبل ته وصیت کړی دی په دی خبره باندی بلکه دوی قوم سرکش دی ﴿۵۳﴾

[۴۸] دا دوهم دلیل سفلی دی -
[۴۹] دا دریم دلیل دی او وسطی دی یعنی چه اللّه تعالٰی قادردی په پیداکولو د زوجیت د څیزونو نو قادر دی په دوباره ژوندی کولو باندی اودارنگ هرکله چه هرڅیز جوړ‌ئ‌ جوړئ دی نو د دنیا دپاره هم جوړئ په کار ده چه اخرت دی (وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ) حیواناتو نباتاتو کښی اوپه احوالو او اوصافوکښی او رنگونو او اوقاتو کښی زوجیت دی یعنی مذکر او مؤنث غِنیٰ ا وفقر حسن او قبح ژوند او مرگ او تیری رنړا اوشپه ورځ، نمراوسپوږمئ، صحت او بیماری، اوچه لونده (دریاب) سمه او غر، گرمی او یخنی، ایمان او کفر، سعادت او شقاوت، حق او باطل، خوږ او تریخ، آسمان او ځمکه، خیراو شر، جن او انس، صبا او بیگاه، حرکت او سکون، ښکته او بره، ابتداء او انتها، دنیا او آخرت، وغیره -
[۵۰] د انتیجه ده د تیرشوی نقلی او عقلی دلیلونو او دا لفظ‌ ډیرو معانیو ته شامل دی یعنی اوتختئ د ماسویٰ اللّه نه اللّه تعالٰی طرف ته او د گناهونونه طاعت د اللّه تعالٰی ته، او دطاعت د شیطان نه طاعت د اللّه تعالٰی ته، او دجهل نه علم ته اود بندگئ د غیراللّه نه بندگی د اللّه تعالٰی ته -
[۵۱] اول آیت کښی اثبات د توحید وؤ اوپه دی کښی نفی دشرک ده او دا کمال توحید دی (نَذِيرٌ) اول انذار د عذاب ددنیانه وؤ او دا انذار د عذاب د آخرت نه دی -
[۵۳،۵۲] په دی آیتونو کښی زجردی منکرینو ته یعنی په امر (ففروا) او نهی (فلاتجعلوا) باندی دوی عمل نه کوی بلکه تکذیب کوی (إِلَّا) سوال: دا دلالت کوی په حصر باندی یعنی مکذبینو سیوا ددی دوه حکمونو نه نور هیڅ نه دی وئیلی او دا چه هغوی خوپه نورو طریقو او الفاظو سره هم تکذیب کړی دی لکه كَذَّابٌ أَشِرٌ، او داسی نور؟ جواب: دا دواړه لفظونه ئی په کثرت سره وئیلی وو یا داچه دا دواړه جامع دی هغه ټولو قبائحولره چه دوی انبیاء ته نسبت کوؤ ځکه ساحرصفت ټول فساداتو ته شامل دی او مجنون هغه احوالو ته عام دی چه د انسانیت نه پری سړی بهر کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>