حم ۱۲۶۰ الحجرات

قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۶﴾ يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُلْ لَا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُمْ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾

ته اوایه آیا خبرورکوئ تاسو اللّه تعالٰی ته په دین خپل سره او اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه په آسمانونو کښی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی او اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی پوهه لری ﴿۱۶﴾
زبادنه کوی دوی په تاباندی چه دوی اسلام راوړی دی ته اوایه زبادنه مه کوئ په ماباندی د اسلام ستاسو بلکه اللّه تعالٰی زبادنه کوی په تاسوباندی ددی خبری چه تاسوته ئی هدایت دایمان کړی دی که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۱۷﴾
یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په پټو څیزونو د آسمانونو او دځمکی او اللّه تعالٰی لیدونکی دهغه کارونو دی چه تاسوئی کوئ‌ ﴿۱۸﴾

[۱۶] دا زجردی منافقانوته یعنی هرکله چه دعویٰ ددوی په آمَنَّا، سره ددروغو ده نوپه آمَنَّا وئیلو کښی ددوی دوه مقصدونه دی اول داچه اللّه تعالٰی ته خبرورکوی په خپل ایمان سره دوهم داچه په رسول اللّٰه ﷺ باندی احسان او زبادنه کوی نوپه دی آیت کښی په اول مقصد ددوی باندی زورنه ورکوی -
[۱۷] دا بل زجردی د منافقانو په دوهم مقصد باندی چه په رسول اللّٰه ﷺ باندی زبادنه کول دی - دلته ئي د أَسْلَمُوا، ذکرددوی وجی نه اوکړو چه دوی په بعضی عملونو کښی د نبی ﷺ او صحابه کرامو سره ظاهری شرکت کوؤ لکه مونځ کول، جهاد کول وغیره او بیابه ئی په نبی ﷺ احسان خيژوؤ چه مونږ ستا ملگرتیا کوؤ - لکه اوس هم بعضی ناپوهان په سنت طریقی یوکار اوکړی نوبیا په خپل مشر یا استاذ باندی احسانونه خیژوی خطیب شربینی وئیلی دی "احسان زبادل چه دمخلوق دطرف نه وی نونعمت خړ کړی اوچه د اللّه تعالٰی دطرف نه وی نو نعمت مزیدار شی" اودا آیت دلیل دی چه انسان ته په هره درجه کښی هدایت یا نعمت ملاؤشی نود اللّه تعالٰی دطرف نه دی اوگنړی اوپه هغی باندی دی لوئی نه کوی (إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ) اشاره ده چه رشتینی ایمان نعمت د اللّه تعالٰی دی -
[۱۸] په دی کښی اشاره ده رد کولو ته په منافقانو باندی یعنی ای منافقانو تاسوپه دعویٰ دایمان کښی صادق نه ئی ځکه چه اللّه تعالٰی په غیبو باندی عالم دی نوستاسو په زړونو باندی هم عالم دی اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی العلم باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>