حم ۱۲۵۹ الحجرات

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۱۳﴾ قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِنْ تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُمْ مِنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۴﴾ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۱۵﴾

ای خلقو: یقیناً مونږ پیداکړی ئی تاسو دیو نارینه او دیوزنانه نه او جوړکړی ئی مونږ تاسو خاندانونه او قبیلی ددی دپاره چه یوبل اوپیژنئ یقیناً‌ ډیرعزمتند ستاسونه د اللّه تعالٰی په نیز ډیر تقویٰ دار دی یقیناً اللّه تعالٰی علم والا خبرلرونکی دی ﴿۱۳﴾
وائي بانډچیان ایمان رواړی دی مونږ ته اوایه ایمان نه دی راوړی تاسو اولیکن وائی چه مونږ اسلام قبول کړی دی اوتراوسه نه دی داخل شوی ایمان په زړونو ستاسوکښی اوکه چیری تابعداری کوئ تاسو د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نو نیمگړی به نه کړی ستاسو عملونو نه هیڅ یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۱۴﴾
یقیناً مؤمنان هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی په اللّه تعالٰی اورسول دهغه باندی بیائی هیڅ شک نه دی کړی او جهاد ئی کړی دی په مالونو خپلو او نفسونو خپلو سره په لار د اللّه تعالٰی کښی دغه کسان دوی رشتینی دی ﴿۱۵﴾

[۱۳] په دی آیت کښی اووم ادب ذکرکوی چه سبب داتحاد او اتفاق دی اود تفرق او د فساد نه دبچ کیدلو ښائسته طریقه ده حاصل دادی (سره دربط ماقبل) نه چه یو انسان دبل انسان سپک والی اوپه خپله تکبر ددی وجی نه کوی چه زما جنس جدا دی نودا غلطه ده ځکه چه ټول د یو موراوپلار نه پیدا دی اویابه تکبر دنسب د وجی نه کوی نونسب بغیر دتقویٰ نه هیڅ سبب دعزت نه دی بلکه صرف تعارف او دپیژندگلو دپاره دی هان عزت صرف په تقویٰ سره دی اومتقی سړی چه بل چا اوپه خپله تکیر نه کوی بلکه د تقویٰ دوجی دتیرشوی ناکاره خصلتونو نه ځان بچ کوی (يَا أَيُّهَا النَّاسُ) په دی ادب کښی عام خطاب ئی ذکرکړو ځکه هم جنس کیدل او تفاوت دنسبونو په مؤمنانو پوری خاص نه دی کافران هم ټول د آدم او حوا علیهما السلام اولاد دی (شُعُوبًا) جمع دشعب ده لری نیکونو ته وئیلی کیږی لکه چه په عربو کښی ربیعه، مضر، اوس، خزرج دی (وَقَبَائِلَ) جمع د قبیله ده دشعب نه لاندی نیکونو ته منسوب وی لکه چه کنانه یو قبلیه ده (لِتَعَارَفُوا) دا حکمت دی دپاره دتقسیم د نسبونو چه خپل نسبونه اوپیژنئ اودهغی دوجی نه صله رحمی اوکړئ - حدیث دترمذی کښی راغلی دی، چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه دخپل نسبونو نه دومره ایزده کړئ چه صله رحمی پری کوئ، دا ښکاره دلیل دی چه نسبونه دپاره دفخر او تکبراو دپاره دعزت او شرافت نه دی نوفخرکول په نسب باندی دا خوئي د جاهلبت والودی (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) یعنی د اللّه تعالٰی په نیز سبب داوچت والی دمرتبی اودکرامت صرف تقویٰ ده او قرطبی وئیلی دی چه تقویٰ د اللّه تعالٰی دحدودو په امر او نهی کښی لحاظ کول دی اوځان بچ ساتل دهغی نه چه اللّه تعالٰی دهغی نه نهی (منع) کړی ده - او لفظ د عِنْدَ اللَّهِ کښی اشاره ده چه دخلقو په نیز عزت مند کیدلوته اعتبارنیشته د اللّه تعالٰی په نیز عزت حاصلول لوی مقصد دی او أَتْقَاكُمْ، اسم تفضیل کښی اشاره ده چه د تقویٰ هم مختلفی مرتبی وی نو کرامت عنداللّه هم په تفاوت سره دی -
[۱۴] ربط‌ ددی د مخکښی مضمون سره دادی چه په دی ادابو ذکرکړی شوی وؤ باندی څوک عمل نه کوی صرف عملونه (مونځ اودس وغیره) کوی اودعویٰ د ایمان کوی نوهغه منافق دی په هغه باندی اعتبار مه کوئ اوربط دمخکښی آیت سره دادی چه منافقانو وئیل چه زمونږ نسب هم اوچت دی او ایمان والا هم یو اوتقویٰ خوپه ایمان سره ده نومونږ (دصحابه کرامونه) غوره یو نوپه دی آیت کښی دهغوی رد کوی اوزجردی په مجرد دعویٰ د ایمان سره چه په حقیقت کښی ایمان نه وی صرف عمل وی نوهغی ته اعتبار نیشته (وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا) مراد ددی ظاهری انقیاد اوبعضی عملونه کول دی دپاره دحفاظت د ځانونو او مالونو خپلو اودپاره دحصول دغنیمتونو او زکوٰة اودا دلیل دی چه اسلام دوه قسمه دی اول صرف استسلام او ظاهری انقیاد دی بغیر دتصدیق دزړه نه اودوهم قسم انقیاد په ژبه او زړه او اندامونو سره دی لکه په قول دابراهیم علیه السلام کښی اسلمت لرب العالمین بقره (۱۳۱) او ان الدین عنداللّه الاسلام ال عمران (۱۹) اودا دلیل دی چه صرف اقرار په امنا اوپه کلمه دتوحید سره بغیردتصدیق قلبی نه ایمان، ایمان شرعی نه دی - خطیب شربینی نقل کړی دی چه عام خلق غفلت والا په نن زمانه کښی په داسی حالت کښی دی -
[۱۵] په دی آیت کښی ذکرد حقیقت د ایمان شرعی دی په رد دمنافقانو کښی چه هغوی دعویٰ دایمان کوی لیکن دروغژن دی په دی دعویٰ کښی ( ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا) مراد ارتیاب (شک) نه داسی عملونه کول دی چه علامت دکفراو شرک وی چه بعضی دهغی نه مخالفت کول د ادابو ددی سورة دی (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ) مراد ددی هرهغه محنت او کوشش کول دی چه دایمان په تقاضا سره وی اومال یا نفس په کښی خرچ کیږی (أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ) په دی کښی تعریض دی په هغه چاباندی چه دا شرطونه دایمان په چاکښی موجود نه وی نوهغه په دعویٰ دایمان کښی دروغژن دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>