إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۱ الزخرف

وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۵﴾ وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۸۷﴾ وَقِيلِهِ يَا رَبِّ إِنَّ هَؤُلَاءِ قَوْمٌ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾

او برکتونو والا دی هغه ذات چه دهغه په اختیار کښی بادشاهی د آسمانونو او د ځمکی او د مینځ ددی دواړو ده او خاص هغه سره علم دقیامت دی او خاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو ﴿۸۵﴾
او وس نه لری هغه کسان چه دوی ته رامدد شه وائي سیوا د اللّه تعالٰی نه د سفارش کولو مگرهغه څوک چه اقرار ئی کړی وی د حق اوهغوی علم لری ﴿۸۶﴾
اوکه چیری تپوس اوکړی ته ددوی نه چه چا پیدا کړی دی (دا شفعاء) خامخا دوی به اوائي اللّه تعالٰی نو څه رنگ اوړیدلی کیږی دوی د توحید نه ﴿۸۷﴾
اوقسم دی په وینا دده چه ای ربه یقیناً دا داسی قوم دی چه ایمان نه رواړی ﴿۸۸﴾
نومخ واړوه ددوی نه او اوایه سلام دی د جدائی نوزرده چه دوی به پوهه شی ﴿۸۹﴾

[۸۵] دا رد دی په شرک فی البرکات باندی اودفع دبل وهم ده وهم دادی چه واقعی اللّه تعالٰی رب دی الٰه دی لیکن کیدی شی چه دبعضی برکاتو او منافعو پیدا کولو اختیار او قدرت ئی بل چاته سپارلی وی نوهغه به ولد یا شریک شی حاصل دجواب دادی چه بادشاهی د آسمانونو او ځمکی او علم دفنا ددی چه په قیامت کښی به وی او رجوع دټولو فیصلو اللّه تعالٰی ته دا ټول د اللّه دپاره دی نومعلومه شوه چه برکات پیدا کوؤنکی هم اللّه تعالٰی دی -
[۸۶] دا جواب دی د مشهوری شبهی هغه داده چه مشرکان وائی چه مونږ خپلو معبودانو ته الهه نه وایو رب او خالقان ورته نه وایو صرف داچه ځمونږ ددنیا حاجتونه په اللّه تعالٰی باندی پوره کوی او آخرت کښی به هم مونږه د اللّه تعالٰی دعذاب نه بچ کوی ځکه چه دوی د اللّه تعالٰی محبوبان او مخوریز خلق دی اللّه تعالٰی مجبوراً ددوی خبره منی جواب اوشو په رد ددی عقیدی سره لیکن په دی آیت کښی رد دشفاعت دآخرت دی مشرکانولره یا رد د شفاعت دی په آخرت کښی دهغه معبودانونه چه عقیده د توحید په کښی نه وی یعنی مشرکان پیران وی (وَهُمْ يَعْلَمُونَ) قرطبی ددی په تفسیر کښی لیکلی دی چه شهادت بالحق فائده نه ورکوی مگرسره دعلم نه او تقلید فائده نه ورکوی کله چه سړی علم نه لری په دلیل دخبری باندی -
[۸۷] دا دلیل عقلی دی اوپه دی کښی هم رد دی په شفاعة قهریه باندی یعنی ستاسو شفعاء‌ خو ستاسو په اقرار سره هم مخلوق دی نو مخلوق څه رنگه شفیع قهری گنړئ؟ (مَنْ خَلَقَهُمْ) ضمیردهم معبودانو ته راجع دی یا عابدانواومعبودانودواړو ته راجع دی -
[۸۸] په دی آیت کښی زجردی (وَقِيلِهِ) حاصل دادی چه دا نبی وخت په وخت دربار د اللّه تعالٰی کښی ددی منکرینو نه شکایت پیش کوی په داسی الفاظوسره چه یارب ان هؤلاء اه ، نوپه دی قول باندی قسم دی په طور دشهادت سره چه یقیناً دوی عنادیان دی یادا پیغمبرچه وائي یارب (ان قومی اتخذوا هذا القرآن مهجوراً (فرقان ۳۰) او جواب قسم ان هؤلاقوم لایؤمنون دی -
[۸۹] دا تفریع ده په عناد دمنکرینوباندی او حکم دمعانیدونو دی چه هغه برائت او قطع تعلق دی - (فَاصْفَحْ) مرا د صفح نه اعراض کول دی ددوی د محبت او دوستانی نه یا ددوی د سب وشتم نه او دا معنیٰ منسوخ نه ده بلکه دا اخلاق د مبلغ په د دعوت کښی ضروری دی (وَقُلْ سَلَامٌ) دیته سلام تودیع او متارکه وئیلی کیږی سلام تحیه نه دی ځکه چه مشرکانو باندی سلام تحیه جائز نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>