إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۰ الزخرف

أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ﴿۸۰﴾ قُلْ إِنْ كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ ﴿۸۱﴾ سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۸۲﴾ فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۸۳﴾ وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿۸۴﴾

آیا گمان کوی دوی چه مونږ نه آورو پټی خبری ددوی او جرگی دوی هان (ولی نه) او ملائک زمونږ ددوی سره دی چه لیکل کوی ﴿۸۰﴾
ته اوایه که چیری وی د رحمان دپاره ولد نو زه به ووم اول بندگی کوؤنکی د هغه ﴿۸۱﴾
پاک دی رب دآسمانونو او د ځمکی رب دعرش دهغه خبرونه چه دوی بیانوی (دهغه په باره کښی) ﴿۸۲﴾
نو پریږده دوی چه ورننوځی باطل خبرو کښی او لوبی کوی ترهغی پوری چه مخامخ به شی دهغه ورځ ددوی سره چه دوی سره ئی وعده کیدی شی ﴿۸۳﴾
او اللّه تعالٰی هغه دی چه په آسمان کښی واکدار دی او په ځمکه کښی واکدار دی او هغه حکمتونووالا دی پوهه دی په هرڅیز ﴿۸۴﴾

[۸۱] په دی آیت کښی در دعقیدی د ولد دی د اللّه تعالٰی دپاره د سورة د اول (۱۵) سره تعلق لری یا د (۴۵) سره متعلق دی یعنی که مشرکان اوائي چه مجعول اِلٰه نیشته لیکن ولد د اللّه تعالٰی شته نوعبادت دهغه جائز شو نوپه دی آیت کښی دهغی رد دی په دی کښی ډیر احمالات دی ددی یو معنیٰ داده که چیری بالفرض درحمان دپاره ولد وی نو زه به اول عبادت کوؤنکی ددغه ولد وی وجه د ملازمی داده چه تعظیم د ولد د رحمان فرض دی په شان دتعظیم درحمان اود فرض په ادا کولو کښی خو زه ستاسو نه مخکښی یم زه د اللّه تعالٰی مقرب رسول یم - لیکن تالی باطل دی یعنی زه خود اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا عبادت نه کووم نو معلومه شوه چه مقدم باطل دی یعنی ولد د اللّه تعالٰی نیشته - او دوهمه معنیٰ داده که چیری د رحمان ولد وی نو زه به هم درحمان عبادت کوؤم او د ولد ئی نه کووم وجه دملازمی داده چه زه عبادت په امر د اللّه تعالٰی سره کوؤم او اللّه تعالٰی مونږته داسی امرنه دی کړی چه فلانی ځما ولد دی او دده عبادت به کوئ‌ -
[۸۲] داهم تردید دی په اتخاذالولد باندی په بله طریقی سره هغه دادی چه دصفت دربوبیت د عالمینو او اتخاذ ولد په مینځ کښی تضاد دی ځکه ولد که حقیقتاً شی نو مستلزم دی احتیاج لره او رب العالمین محتاج نشی کیدی او دری اطراف دعالم ئی ذکرکړی دی عرش چه اوچت دی او ځمکه چه کوزه ده او آسمانونه چه په مینځ کښی دی یعنی اللّه تعالٰی په هیڅ جزء ددنیا کښی ولد (نائب) ته محتاج نه دی -
[۸۳] روستو د ذکر ددلیلونو نه زجردی اعراض کوؤنکوته چه هغوی مشغول دی په شبهاتو کښی او دی ته خوض وئیلی کیږی یا مشغول دی په شهواتو کښی چه هغی ته لعب وئیلی کیږی -
[۸۴] دا هم رد دی په عقیده د اتخاذالولد باندی او رد د وهم دی وهم دا وؤ اگر چه اللّه تعالٰی رب د عالم دی لیکن امکان شته چه په الوهیت کښی بل چالره حصه ورکړی وی نو هغه ولد یا شریک د اللّه تعالٰی به وی نو جواب اوشو په طریقه د رد دشرک فی الالوهیة سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>