إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۱ الشورىٰ

وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُمْ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۸﴾ أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۹﴾ وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿۱۰﴾

اوکه چیری غوښتی اللّه تعالٰی نو گرځولی به ئی وؤ دوی یوه ډله لیکن داخلوی چالره چه اوغواړی په رحمت خپل کښی اوظالمان خلق نیشته دوی لره هیڅ څوک بچ کوؤنکی او نه مددگار ﴿۸﴾
آیا نیولی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران نو اللّه تعالٰی خاص هغه مددگار دی اوهغه به ژوندی کړی مړی اوهغه په هرڅیزباندی قدرت والا دی ﴿۹﴾
اوهغه چه اختلاف کوئ تاسو په هغی کښی چه هرڅه وی نوفیصله دهغی (اوگرځوئ) اللّه تعالٰی ته دغه ذات اللّه تعالٰی رب ځما دی په هغه باندی ما ځان سپارلی دی اوخاص هغه ته ورگرځم ﴿۱۰﴾

[۸] دا جواب دسوال دی چه هرکله قرآن پوره هدایت دی او نبی ﷺ پوره انذار کوؤنکی دی نو دا خلق ټول ولی ایمان نه راوړی حاصل جواب دادی چه اختیار دهدایت د اللّه تعالٰی سره دی -
[۹] داهم زجردی په شرک فی الولایة باندی په اوله جمله کښی اوحصر دولایت دی د اللّه تعالٰی دپاره په دوهمه جمله کښی (وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَى) دا دلیل دماقبل دی یعنی عجیبه لوی تصرف چه بعث بعدالموت دی اوقدرت په هرڅیز باندی د اللّه تعالٰی صفت دی دا صفتونه ددوی په اولیاؤ کښی نیشته نود اللّه تعالٰی سره شریک نشی کیدی -
[۱۰] په دی کښی رد دی په شرک فی التحکیم باندی او عطف دی په رد د شرک فی الولایة باندی چه په مخکښی ایت کښی وؤ اودا جواب دی ددوهمی شبهی هغه داده چه منکرین وائی چه دا ته چه کومی مسئلی دتوحید کوی دا زمونږ دکتابونو نه مخالف دی ځمونږ کتابونو کښی خود شرک د جواز دپاره ډیرجزئیات دی - دا اعتراض یهود او نصاریٰ په نبی ﷺ باندی کوؤ اومشرکین عرب ته به ئی خودلو او اوس هم باطل پرست خلق دا اعتراض کوی حاصل جواب دادی چه د تمامو اختلافاتو فیصله به په کتاب د اللّه تعالٰی او سنت د رسول اللّٰه ﷺ کوو - آیت کښی اشاره ده رد دتقلید باطل ته یعنی چه څوک دیوسړی یا دیو کتاب خبره کتاب د اللّه تعالٰی اوسنت درسول ته نه پیش کوی اوهسی بی دلیله ئی منی اوچه دلیل ورته ښکاره شی نوبیاهم هغه خبره نه پریږدی نو دا تقلید باطل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>