إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۰ الشورىٰ

لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿۴﴾ تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ ﴿۶﴾ وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ ﴿۷﴾

خاص دهغه په واک کښی دی هغه څه چه په آسمانونو کښی دی او هغه څه چه په ځمکه کښی دی اوهغه پورته او لوی شان والا دی ﴿۴﴾
نزدی دی آسمانونه چه اوچوی دبره طرف نه او ملائک تسبیح وائي‌ سره دحمد درب خپل نه او بخنه غواړی هغه چالره چه په ځمکه کښی دی خبرشئ یقیناً اللّه تعالٰی هغه بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۵﴾
او هغه کسان چه نیولی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران اللّه تعالٰی ساتنه کوؤنکی ددوی دی اوته نه ئی په دوی باندی ذمه وار ﴿۶﴾
اودغه شان وحی کړی ده مونږ تاته قرآن دعربی ژبی دی دی دپاره چه ویره ورکړی اصل د کلوته او چاپیره دهغی نه او اویروی خلقو لره د ورځ د جمع کیدلو نه چه شک نیشته په هغی کښی یوډله به په جنت کښی وی اوبله ډله به په بل شوی اورکښی وی ﴿۷﴾

[۴] په دی آیت کښی اثبات د تصرف او ولایت دی د اللّه تعالٰی دپاره او رد د شرک فی التصرف دی اودا دهغه وحی خلاصه ده چه مخکښی آیت کښی کومه ذکرشوه نو د ټولی وحی حاصل توحید دی -
[۵] په دی آیت کښی قباحت دشرک ذکرکوی چه هغه سبب دخرابئ د عالم دی او عظمت شان دتوحید چه هغه سبب دامن ددنیا دی (وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ) دا جواب دسوال دی چه هرکله سبب د انفطار موجود دی نوولی انفطار نه دی واقع شوی حاصل جواب دادی چه مانع ددی نه تسبیح او حمد استغفار دی یعنی ذکر د اللّه تعالٰی په توحید سره (لِمَنْ فِي الْأَرْضِ) ددی نه مراد صرف مؤمنان دی لکه په سورة مؤمن (۷) کښی تیرشوی دی -
[۶] په دی آیت کښی زجردی په شرک فی الولایة باندی او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته چه اللّه تعالٰی ددوی د حالاتو نه خبردی که توفیق دتوبی ورکوی لیکن په تاباندی هیڅ ذمه واری نیشته (أَوْلِيَاءَ) مراد ددی نه اختیارمند او واکدار دنفع و ضرر دی اودارنگ اختیارمند د احکاموشرعیو گنړل -
[۷] دا هم تسلی ده چه ته وکیل نه ئی لیکن انذار کوؤنکی ئی په وحی سره اوپه دی کښی صدق دقرآن دی چه په دی احکام شرعیه شته نورو اولیاؤ ته ضرورت نیشته (وَمَنْ حَوْلَهَا) مراد ددی نه ټوله دنیا ده دا دلیل دی چه آخری نبی دټولی دنیا دپاره پیغمبردی نود هغه نه روستو بل پیغمبر جوړیدلوته ضرورته نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>