إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۶۸ حٰمٓ السجدة

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاءٍ عَرِيضٍ ﴿۵۱﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۵۳﴾ أَلَا إِنَّهُمْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَاءِ رَبِّهِمْ أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطٌ ﴿۵۴﴾

او کله چه نعمت اوکړو مونږ په انسان باندی نومخ اړوی او لری کړی خپله ډډه او کله چه اورسیږی ده ته مصیبت نو خاوند ددعا پلنی وی ﴿۵۱﴾
ته اوایه خبر راکړی ماته که چیری وی دا قرآن د طرف د اللّه تعالٰی نه بیا کفرکوئ تاسو په دی باندی نوڅوک لوی گمراه دی دهغه چانه چه هغه په دشمنئ لری کښی وی ﴿۵۲﴾
زردی چه اوبه خایو مونږ دوی ته دلیلونه خپل په غاړو ددنیا کښی او نفسونو ددوی کښی تردی چه ښه ښکاره به شی دوی ته چه دا حق دی آیا نه دی پوره رب ستا (په دی صفت سره) چه هغه په هرڅیز باندی حاضر ناظر دی ﴿۵۳﴾
خبرشئ یقیناً‌ دوی په شک کښی دی د پیشئ د رب خپل نه خبرشئ یقیناً هغه هرڅیز لره راگیروؤنکی دی ﴿۵۴﴾

[۵۱] دا دریم زجردی په گډوډ کارونو د انسان روستو دذکر د اقوالو دده نه (فَذُو دُعَاءٍ عَرِيضٍ) هرکله چه عرض (پلنوالی) ئی ذکرکړو نومعلومه شوه چه طول به ئی ډیروی ځکه چه د کوم څیزعرض وی نوطول دهغه نه ډیروی اومراد ددی نه کثرت دی عَرِيضٍ، کښی اشاره ده چه دغه یو حاجت باربار ذکرکوی نو حاجتونه د اللّه تعالٰی نه نه طلب کوی نودیو څیز تکرار ته عرض وئیلی کیږی او دډیرو حاجتونو ذکرته طول وئیلی کیږی -
[۵۲] دا څلورم زجردی په انکار دقرآن سره -
[۵۳] روستو د زجرونو نه ترغیب دی حق طرف ته اومراد د آیات نه دلیلونه عقلیه دی اوهغه دوه قسمونه دی یو دلیلونه آفاقی دی او دوهم انفسی دی یا دا تخویف دی اومراد د آیات نه واقعات د قومونو مخکنو دی چه په مختلفو اطرافو د ځمکه کښی دهغوی کهنډرات موجود دی او فی انفسهم نه مراد مرضونه او تکلیفونه بدنیه دی -
[۵۴] روستود اثبات د حق نه په دلیلونوسره په منکرینوباندی زجردی اوپه لفظ د أَلَا سره ئی ذکرکوی اشاره ده چه ددی منکرینو شک کول ښکاره دی او دارنگ احاطه د اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی ښکاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>