إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۶۷ حٰمٓ السجدة

إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ وَمَا تَخْرُجُ مِنْ ثَمَرَاتٍ مِنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَائِي قَالُوا آذَنَّاكَ مَا مِنَّا مِنْ شَهِيدٍ ﴿۴۷﴾ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَدْعُونَ مِنْ قَبْلُ وَظَنُّوا مَا لَهُمْ مِنْ مَحِيصٍ ﴿۴۸﴾ لَا يَسْأَمُ الْإِنْسَانُ مِنْ دُعَاءِ الْخَيْرِ وَإِنْ مَسَّهُ الشَّرُّ فَيَئُوسٌ قَنُوطٌ ﴿۴۹﴾ وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِنَّا مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَذَا لِي وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُجِعْتُ إِلَى رَبِّي إِنَّ لِي عِنْدَهُ لَلْحُسْنَى فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۵۰﴾

خاص اللّه تعالٰی ته گرځولی شی علم دقیامت اونه را اوځی هیڅ میوی دخپلو کسوړونه او حمل نه آخلی هیڅ زنانه اونه زیگوی حمل مگرپه علم د اللّه تعالٰی سره اوپه کومه ورځ چه آواز به ورکړی دوی ته څه شوشریکان ځما (ستاسو په گمان کښی) دوی به اوائی خبر درکوؤ مونږ تاته نیشته زمونږته هیڅ گواهی کوؤنکی (په شریک باندی) ﴿۴۷﴾
او روک به شی ددوی نه هغه (معبودان) چه بلل به دوی مخکښی ددی نه اودوی به گمان اوکړی چه نیشته دوی لره د تختیدلو ځای ﴿۴۸﴾
نه ستړی کیږی انسان (بعضی) ددعا غوښتلو د خیرنه اوکه چیری اورسی هغه مصیبت نو ناامیدی کوؤنکی تندی تریوهونکی وی ﴿۴۹﴾
اوکه چیری اوڅکوو مونږ انسان ته رحمت زمونږ روستو دتکلیف نه چه رسیدلی وه ده ته خامخا وائی دی دا ځما حق دی اوگمان نه کوؤم په قیامت باندی قائمیدونکی اوکه چیری اوگرځولی شوم زه خپل رب ته یقیناً مالره دهغه سره خامخا خوشحالی ده نوضرورخبربه ورکړو مونږ کافرانو ته په هغه عملونو چه دوی کړی دی ﴿۵۰﴾

[۴۷] دا دلیل دی په نفی دعلم غیب سره د غیراللّه نه په دری مثالونو سره یو ذکر دعمل دقیامت دوهم علم دپیدا کولو دمیوؤ دریم علم دحمل دزنانو او علم مستلزم دی قدرت لره نودا رد دی په مشرکانوباندی چه ستاسو شرکاء په دی کښی یو علم هم نه لری نوولی د اللّه تعالٰی سره شریک گرځوئ (يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ) یعنی دهرچانه چه تپوس اوکړی شی دقیامت په باره کښی که پیغمبروی اوکه جبرائیل وی اوکه ولی وی نو هغه جواب کوی چه واللّه اعلم نودغه علم اللّه تعالٰی ته اوگرځوی ځکه چه په خپله علم نه لری -
[۴۸] دا یو علت دی د انکار دشرک نه یعنی ددوی معبوان به ددوی نه غائب شی یعنی امداد له ئی نشی راتللی که بزرگان وی نو جنت به لاړشی اوکه ناکاره خلق وی نوهم به د خپلو عابدانو نه په ډده شی اوبل علت دادی چه دتیختی طرف ئی نیشته نو مجبوراً به دشرکاء نه انکار کوی -
[۴۹] دا اول زجردی یعنی لکه چه په قیامت کښی ددی مشرکانو حال به بدل شی نودا رنگ ددوی حال په دنیا کښی گډوډ وؤ یعنی انسان په حال دطلب دخیر کښی هروخت زیاتی غواړی نه ستړی کیږی اونه مړیږی او مالونه، اولاد، مرتبی ددنیا غواړی اوپه حال دتکلیف کښی یعنی که چیری یو دعا دخیر او تمنا ددنیا ئی پوره نشی نود اللّه تعالٰی نه ناامیدی ښکاره کوی نو اللّه تعالٰی سره مخالفت او دشمنی شروع کړی -
[۵۰] دا دوهم زجردی په ناشکرئ کولو د نعمت د اللّه تعالٰی په دری طریقوسره (لَيَقُولَنَّ هَذَا لِي) یعنی دا ځما حق دی په اللّه تعالٰی باندی په سبب دعلم او دعمل ځما یعنی د اللّه تعالٰی په ماباندی هیڅ احسان نیشته دی یا مراد دادی چه ما نذرونه دغیراللّه ډیر ورکړی دی اودهغوی د قبرونو می خدمتونه کړی دی نودهغی وجی نه ځما دا تکیف لری کیدل ځما حق دی (وَلَئِنْ رُجِعْتُ إِلَى رَبِّي) یعنی اول خو دقیامت نه انکار کوی اوبیا وائی چه پرواه می نیشته چه ماله په دنیا کښی ځما دحق دوجی نعمتونه ئي راکړی دی نودارنگ په آخرت کښی ځما حق دی چه ماله به جنت او خوشحالی راکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>