عَمَّ ۱۴۹۷ اَلتَّکْوِیْر

وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ ﴿۵﴾ وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴿۶﴾ وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ ﴿۷﴾ وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ ﴿۸﴾ بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ ﴿۹﴾ وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ ﴿۱۰﴾ وَإِذَا السَّمَاءُ كُشِطَتْ ﴿۱۱﴾ وَإِذَا الْجَحِيمُ سُعِّرَتْ ﴿۱۲﴾

اوهرکله چه ځنگلی ځناور را جمع کړی شی ﴿۵﴾
او هرکله چه دریابونه ډک کړی شی ﴿۶﴾
اوهرکله چه ارواح دبدنونو سره یوځای کړی شی ﴿۷﴾
اوهرکله چه د ژوندئ‌ خخی شوی کړی شوی په باره کښی تپوس اوکړی شی ﴿۸﴾
چه په څه گناه باندی قتل کړی شوی ده ﴿۹﴾
او هرکله چه عملنامی را خوری کړی شی ﴿۱۰﴾
اوهر کله چه د آسمان نه پوستکی اویستلی شی ﴿۱۱﴾
اوهرکله چه جهنم تیز کړی شی ﴿۱۲﴾

[۵] دا پنځم حال دی (وَإِذَا الْوُحُوشُ) هغه ځناور چه د انسانانو نه تیخته کوی یعنی صحرائی ځناور لیکن دډیر هیبت دوجی نه به انسانانو ته نزدی جمع کړی شی (حُشِرَتْ) حشر جمع کیدلو ته وئیلی شی لکه حشرناعلیهم کل شی قبلاً‌ سورة انعام (۱۱۱) او الطیرمحشورة او دارنگ په سورة انعام (۳۸) کښی معنیٰ دا چه دغه صحرائی ځناور به را جمع کړی شی مخکښی دمرگ دهغوی نه د هیبت دوجی نه نوبیا به مړه کړی شی اودغه مراد دی په قول د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی چه حشر د وحوشو مرگ دهغوی دی -
[۶] دا شپږم حال دی (سُجِّرَتْ) ډک به کړیشی د اوبونه نو ټولی اوبه به دیو بل سره یوځای کړی شی او ددوی د مینځ به پرده (برزخ) لری کړی شی نوبیا به په مخ د ځمکی باندی اوبیولی شی - بله معنیٰ دا چه په دریابونو باندی به اور بل کړی شی ځکه چه په حدیث د ابوداؤد کښی وارد دی چه ان تحت البحرناراً، لاندی د سمندر نه اور دی (یعنی تیل او پټرول دی دابه ټول اورشی) او سورة طور (۶) کښی همداسی تیرشوی دی -
[۷] ددی ځای نه هغه شپږ احوال ذکرکوی چه دبعث بعدالموت په وخت کښی دی نودا اول حال دی (زُوِّجَتْ) تقسیم به کړی شی دری قسمونو ته السابقون، اصحاب الیمین، اصحاب الشمال لکه چه سورة الواقعه (۷) کښی دی - دوهمه معنیٰ دا چه هرصفت او عمل والا خلق به دیوبل سره جمع کړی شی صالح به صالح سره اوفاجربه د فاجرسره یهود به یهودو سره نصاریٰ د نصاراؤ سره مجوس د مجوسوسره منافقان به د منافقانوسره - دریمه معنیٰ داده چه ارواح به د ابدانو (بدنونو) سره یوځای شی او داد بعث معنیٰ ده اودا قول ابن کثیردډیرو سلفو نه نقل کړی دی اودا دلیل دی چه ددغه وخت نه مخکښی په برزخ کښی روح په بدن کښی نه دی داخل کړی شوی په داسی طریقی سره چه حقیقی ژوند ترینه جوړ شی او ددی تحقیق په سورة زمر (۴۲) کښی تیرشوی دی -
[۹،۸] دا دوهم حال دی (الْمَوْءُودَةُ) جاهلیت والو به د عار (شرم) دوجی او د لوگی د وجی نه لونړه ژوندی په ځمکه کښی خخولی چابه خو په وخت د ولادت کښی داسی کول چابه دشپږو کالو عمرکښی داسی کول او دالوئ ظلم دی (سُئِلَتْ) داپه معنیٰ د سئلت عنها دی یعنی دهغی په باره کښی به دهغی نه د والدینوسره حساب کیږی چه په کوم گناه سره دا لور تاسو وژلی ده یا معنیٰ داده چه د موءَّ دی نه به تپوس کیدی شی لیکن تپوس ددی په اصل کښی توبیخ دی قاتلانوته لکه تپوس د عیسیٰ علیه السلام نه په اأنت قلت للناس آه سره چه هغه په اصل کښی توبیخ دی مشرکانو نصاریٰ ته -
[۱۰] دا دریم حال دی (وَإِذَا الصُّحُفُ) مراد ددی نه صحیفی دعلمونو دی چه ملائکو لیکلی دی - (نُشِرَتْ) کولاؤ به کړی شی، کله چه په مرگ د انسان سره صحیفه دهغه را غونډه کړی شی نوپه ورځ دقیامت به راپرانستلی شی - دوهمه معنیٰ داده چه عملنامی به تقسیم کړی شی چاته په ښی لاس کښی او چاته په گس لاس کښی به ورکړی شی -
[۱۱] دا څلورم حال دی (وَإِذَا السَّمَاءُ) مراد دجنس سماء نه ټول آسمانونه دی (كُشِطَتْ) کشط او قشط په اصل کښی د اوښ او وغیره نه څرمن ویستل دی په زور سره مراد دادی چه موجوده شکل د آسمان به بدل کړی شی اگر چه اصل به باقی وی -
[۱۲] دا پنځم حال دی (سُعِّرَتْ) د هغی په اورکښی ا وگرموالی کښی او تیزئ کښی به زیاتی کیدی شی لکه په دی قول د اللّه تعالٰی کښی (کلما خبت زدناهم سعیراً) سورة اسراء (۹۷) یعنی کمی په هغی کښی نه راځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>