عَمَّ ۱۴۹۵ عَبَسَ

وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ ﴿۳۵﴾ وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ ﴿۳۶﴾ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ ﴿۳۷﴾ وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُسْفِرَةٌ ﴿۳۸﴾ ضَاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ ﴿۳۹﴾ وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ ﴿۴۰﴾ تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ ﴿۴۱﴾ أُولَئِكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ ﴿۴۲﴾

او د مور او د پلار خپل نه ﴿۳۵﴾
او ښځی خپلی نه او د ځامنو خپلونه ﴿۳۶﴾
دپاره د هر سړی ددوی نه په دغه ورځ یو فکردی چه مشغول کړی به ئی وی دی ﴿۳۷﴾
بعضی مخونه به په دغه ورځ رنړا کوؤنکی وی ﴿۳۸﴾
خندا به کوی خوشحاله به وی ﴿۳۹﴾
او بعضی مخونو په دغه ورځ به په هغی باندی دوړی وی ﴿۴۰﴾
پټ کړی به وی هغی لره توروالی ﴿۴۱﴾
دغه کسان دوی کافران نافرمان دی ﴿۴۲﴾

[۳۹،۳۸] تقسیم دی د خلقو په قیامت کښی دوه قسمونو ته په دی آیاتونو کښی اول قسم ته بشارت دی - (مُسْفِرَةٌ) رنړا والا به وی او ددی یو سبب په احسن طریقه سره اودس کول دی لکه چه صحیح حدیث کښی راغلی دی او په سورة العمران (۱۰۶) کښی هم دی (مُسْتَبْشِرَةٌ) یعنی د خوشحالئ اثاربه د مخ په څرمن کښی ښکاره کیږی -
[۴۲،۴۱،۴۰] په دی کښی حال دهغه چا ذکرکوی چه په سورة نازعات کښی دهغوی صفت ئی په امّامن طغیٰ، سره ذکرکړی وؤ دهغوی دپاره تخویف اخروی دی (عَلَيْهَا غَبَرَةٌ) د مقابل د مفسرة دی - (قَتَرَةٌ) تووالی ته وئیلی شی چه دوړه او توروالی چه په مخ باندی جمع شی نو ډیرقبیح ښکاریږی او بل قول دادی چه قترة هم دوړی ته وئیلی کیږی لیکن هغه دوړه چه دځمکی نه آسمان طرف ته خیژی هغه قتره ده اوکومه چه دبری نه ځمکی طرف ته راکوځیږی نو هغه غبره ده یعنی دواړه قسمونو دوړه به ورباندی پرته وی (الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ) یعنی په اعتبارد عقیدی سره کافر او په عمل سره فاجردی لکه چه دوی دکفرسره فجور جمع کړی دی نو ددوی په سزا کښی به هم غبره دقترة سره یوځای کړی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>