قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۹۰ اَلطَّلَاق

لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنْفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا ﴿۷﴾ وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا ﴿۸﴾ فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا ﴿۹﴾ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا قَدْ أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا ﴿۱۰﴾

خرچ دی کوی خاوند دفراخئ د فراخئ خپلی (دمال په لحاظ سره) او هغه څوک چه تنگه وی په هغه باندی روزی د هغه نو خرچ دی اوکړی د هغه مال نه چه ورکړی دی ده ته اللّه تعالٰی تکلیف نه ورکوی اللّه تعالٰی هیڅ نفس ته مگربرابردهغه طاقت چه ورکړی دی ده ته زر دی چه پیدا به کړی اللّه تعالٰی روستو د تنگسیا نه آسانتیا ﴿۷﴾
او ډیر کلووالو چه نافرمانی اوکړه دحکم درب خپل نه اود رسولانو دهغه نه نو حساب اوکړو مونږهغوی سره حساب سخت او عذاب ورکړو مونږهغوی ته عذاب ډیر بد ﴿۸﴾
نو اوڅکله هغوی سزا دکار خپل اوشو عاقبت دکار د هغوی تاوان ﴿۹﴾
تیارکړی دی اللّه تعالٰی دوی لره عذاب سخت (په آخرت کښی) نوویره کوئ د اللّه تعالٰی نه ای صفا عقل والو هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی یقیناً‌ نازل کړی اللّه تعالٰی تاسو ته یاداشت ﴿۱۰﴾

[۷] په دی آیت کښی څلورجملی دی د مسئلی د انفاق سره متعلق دی (لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ) دا امر دانفاق عام دی انفاق دخاوند په ښځه باندی او انفاق دپلار په اولاد باندی او انفاق په مرضعه باندی او ددی نه علاوه انفاق فی سبیل اللّه او نورنفقاتو واجبو ته هم شامل دی دارنگ خرچ کول دانسان په خپل ځان باندی هم په دی کښی داخل دی (إِلَّا مَا آتَاهَا) هرکله چه په دی آیت کښی صرف د انفاق دمال مسئله ده ددی وجی نه اتَاهَا ئی ذکرکړو اوهرکله چه عام عبادات او تکلیف مراد وی نوهلته الاوسعها (عام لفظ) ذکرکیږی - (سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا) دا تسلی ده چه هرکله انسان په هرحالت کښی دی د اللّه تعالٰی د حکم تابعداری کوی په مالدارئ او غریبئ کښی نو اللّه تعالٰی به په هغه باندی اسانتیا په دنیا اوآخرت کښی راولی -
[۹،۸] روستو د بیان د احکامو او حدود شرعیه نه تخویف دنیوی او اخروی ذکرکوی دپاره دتحذیر د مخالفت کولو ددی حکمونو نه اوتخویف په پنځه طریقو سره ذکرشوی دی مراد ددی نه وحی د اللّه تعالٰی ده (وَرُسُلِهِ) یعنی دتوحید او رسالت دواړو نه ئی نافرمانی او بغاوت کړی وؤ (فَحَاسَبْنَاهَا) د سخت نه مراد دادی چه هیڅ جرم ئی ورته معاف کړی نه دی دټولو گناهونو په سزا سره ئي را اونیول - (وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا) داپه دنیا کښی وؤ اشاره ده هغه عذابونو ته چه په نوح علیه السلام او عاد او ثمود او صحاب مدین او مؤتفکات وغیره باندی را لیږلی شوی وؤ (فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا) مراد د امر نه نافرمانی کول په کفر او شرک او انکار درسالت سره دی -
[۱۰] په دی کښی تخویف اخروی ذکرکوی په اوله جمله کښی او ایمان بالاخره اوصدق دقران هم په دی آیت کښی ذکرکوی (فَاتَّقُوا اللَّهَ) روستو دذکر دعذاب دتیرشوی خلقو نه تنبیه ده او امرپه تقویٰ دی، دی امت ته ځکه چه تقویٰ دعویٰ ددی سورة ده (يَا أُولِي الْأَلْبَابِ) دا هغه خلق دی چه دهغوی عقلونه د مقابلی دوهم نه او دشکونو شبهاتو نه محفوظ دی (قَدْ أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا) مراد ددی نه قرآن دی اوپه دی کښی تاکید دی چه ای مؤمنانو غفلت اونه کړئ ځکه چه تاسو سره د تزکیرکتاب موجود دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>