قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۶ الطور

أَمْ لَهُ الْبَنَاتُ وَلَكُمُ الْبَنُونَ ﴿۳۹﴾ أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ ﴿۴۰﴾ أَمْ عِنْدَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿۴۱﴾ أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا فَالَّذِينَ كَفَرُوا هُمُ الْمَكِيدُونَ ﴿۴۲﴾ أَمْ لَهُمْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۴۳﴾ وَإِنْ يَرَوْا كِسْفًا مِنَ السَّمَاءِ سَاقِطًا يَقُولُوا سَحَابٌ مَرْكُومٌ ﴿۴۴﴾ فَذَرْهُمْ حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي فِيهِ يُصْعَقُونَ ﴿۴۵﴾ يَوْمَ لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۴۶﴾

آیا هغه لره لونړه دی او تاسو لره ځامن دی ﴿۳۹﴾
آیا ته غواړی ددوی نه عوض نو دوی دوجی د تاوان نه درانه شوی دی ﴿۴۰﴾
آیا دوی سره غیب (وحی) شته نو دوی د هغی نه لیکل کوی ﴿۴۱﴾
آیا غواړی دوی مکرکول (چل ول) نو هغه کسان چه کفر ئی کړی دی هم دوی به په مکرکښی کمزوری کړی شی ﴿۴۲﴾
آیا دوی لره حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه شته دی پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورله شریک جوړویآیا دوی لره حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه شته دی پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورله شریک جوړوی - ﴿۴۳﴾
اوکه چیری دوی اوینی یو ټکړه د آسمان نه راپریوتونکی دوی به اوائي وریځ ده لاندی باندی ﴿۴۴﴾
نو پریږده دوی تردی پوری چه مخامخ به شی د هغه ورځ سره چه په هغی کښی به دوی بی هوشه کړی شی ﴿۴۵﴾
په هغه ورځ چه نه به شی دفع کولی ددوی نه مکرونه ددوی هیڅ ضرر اونه به دوی سره مدد کیدی شی ﴿۴۶﴾

[۳۹] دا هم زجردی او ردی په مشرکین بالملائکه باندی اودارنگ اشاره ده ددوی بی عقلئ ته -
[۴۰] دا رجرتعلق لری د انکار درسالت سره - اوپه دی کښی اشاره ده اخلاص دپیغمبرته چه بی اجرته تبلیغ کوی -
[۴۱] دا هم متعلق دی د انکار درسالت سره -
[۴۲] (كَيْدًا) مکرونه کول دپاره د قتل دنبی یاد هغه نه خلق اړول او منع کول په مختلفو حیلوسره -
[۴۳] دا زجردی په شرک ددوی باندی یعنی ددوی اِلٰه نیشته چه دمغلوب کیدلو نه ئی بچ اوساتی یا ددوی کیدونو لره کامیاب کړی -
[۴۴] دا رجردی په عناد کولو سره د تخویف دنیوی نه او دا جواب دهغی مظالبی ددوی دی چه په سورة اسرائیل (۹۲) کښی ذکرشوی ده -
[۴۵] دا تفریع ده په مخکښی ټولو زجرونو باندی چه بنا دی په عناد ددوی (حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ) مراد ددی نه ورځ دعذاب ددنیا ده په هغه چا باندی چه په دنیا کښی پری عذاب راځی، اوورځ دقیامت دعامو منکرینو عنادیانو دپاره ده -
[۴۶] په دی کښی ذکر دهیبت د ورځی دعذاب او دقیامت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>