إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۳ الدخان

أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿۵﴾ رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶﴾ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ ﴿۷﴾ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸﴾ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ يَلْعَبُونَ ﴿۹﴾ فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُبِينٍ ﴿۱۰﴾

په حکم کولو سره ځمونږ دطرف نه یقیناً‌ مونږ لیږونکی د رسول یو ﴿۵﴾
د وجی د رحمت د ستا درب دطرف نه یقیناً‌ هغه هرڅه آوری په هرڅه باندی پوهه دی ﴿۶﴾
رب د آسمانونو او د ځمکی او دمینځ ددی دواړو که چیری تاسو یقین کوئ ﴿۷﴾
نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه ژوندی کول کوی او مړه کول کوی رب ستاسو اورب دمشرانو ستاسو مخکنو دی ﴿۸﴾
بلکه دوی په شک کښی دی په لوبو کښی مشغوله دی ﴿۹﴾
نو انتظار اوکړه دهغه ورځی چه ښکاره به کړی آسمان لوگی ښکاره ﴿۱۰﴾

[۶] دا ترغیب دی چه نازلول دقرآن او انذارکول او رسول رالیږل دا ټول درب دطرف نه خاص رحمت دی - اودارنگ دا جمله خلاصه دقرآن او د انذار او درسالت ده چه دا توحید دی - ددی وجی نه په روستو دوه آیاتونو کښی د تاکید ددی مسئلی دپاره نورصفتونه په طریقه د استدلال ذکرکوی اودا اسماء وصفات ئی نهه ذکرکړی دی -
[۸،۷] مخکښی ئی دری صفتونه ذکرکړی دی او په دی دواړه کښی شپږ نور ذکرکوی - اومقصود په دی کښی اثبات دتوحید دی او اظهار د عظمت د اللّه تعالٰی دپاره دعظمت د قرآن دی -
[۹] دا زجردی یعنی ددوی یقین په خالقیت او ربوبیت د اللّه تعالٰی باندی حقیقی یقین نه دی بلکه په طریقه د تقلید دمشرانو دی نو معلومه شوه چه دوی په شک کښی دی اوددی سره چه دوی کوم افعال شرکیه او کفریه کښی مشغول دی نوهغه ټول لعب دی چه دهغی هیڅ فائده نیشته اودعمرضائع کیدل په کښی شته -
[۱۰نه تر ۱۵ پوری] دا تخویف دنیوی دی په واقعه د دخان سره اوپه دی کښی دوه قولونه د مفسرینو دی - اول قول امام بخاری په سند د عبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه نقل کړی دی مضمون ئی دادی " چه قریشو هرکله د نبی ﷺ نه سخت مخالفت اوکړو نوهغه ورته دعاءِ شر (خیری) اوکړه چه یااللّه په دوی باندی کالونه د قحط راولی په شان د کالونو د قحط په زمانه د یوسف علیه السلام کښی نوپه دوی باندی قحط شروع شو تردی پوری چه دوی هډوکی به خوړل اویوتن به آسمان ته کتل نوداسی به ورته ښکاره کیدل لکه چه دخان وی اودا آیاتونه نازل شول بیاهغوی رسول اللّٰه ﷺ ته راغلل چه یا رسول اللّٰه دقبیلی مضر (چه ستاخپلوان دی) دپاره دعا اوغواړه ځکه چه هغوی هلاک شول نو هغه د باران دعا اوغوختله نوباران اوشو او نازل شو چه انکم عائدون" ددی حدیث په بنا مراد د دخان نه قحط دی چه په هغه وخت ددخان په مثل باندی دځمکی نه بړاس او غباراوچت شوی وؤ او ښکاره کیدلو او دالناس نه مراد صرف مکی والا دی - دوهم قول دعلی او ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی او دابوسعید خدری رضی اللّه عنه نه مرفوعاً نقل دی، چه دخان به را اوچت شی په ټول خلقو باندی نوپه مؤمن باندی په شان د زکام وی اودکافرټول بدن به پری اوپړسیږی، اوپه دی آیت کښی دیوم القیامة نه مراد قریب د ورځ دقیامت ده ځکه چه په حدیث د صحیح مسلم کښی راغلی دی چه دقیامت نه وړاندی لس لوی علامات دی اول په هغه کښی دخان شمارلی دی اوبنا په دی قول دخان به حقیقتاً وی او څو ورځی پس به لری شی اوبل علامت به شروع شی (زه وایم) چه الفاظ دقرآن ددواړو سره موافقت لری لیکن اول قول زیات مناسب دی یعنی دا دخان په مکه والو باندی واقع شوی دی اوبل دخان به په علامات قیامت کښی په ټولو خلقو باندی راځی (إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا) بناء په اول قول باندی وعده د لری کولو دعذاب ده په سبب ددعا د نبی ﷺ اوپه دوهم قول باندی دعلامات دقیامت په مینځ کښی چه لږلږ وخت فاصله راځی هغه مراد ده (إِنَّكُمْ عَائِدُونَ) واپس کیدونکی ئی کفرته دوجی دضد او عناد نه په طبیعتونو کښی نو معلومه شوه چه وعده دایمان راوړلو ستاسو (انامؤمنون) دروغ ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>