فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۱ المؤمن

ذَلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُونَ ﴿۷۵﴾ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۷۶﴾ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۷۶﴾ فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿۷۷﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۷۸﴾ اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۷۹﴾

دا په سبب ددی چه تاسو خوشحالی کوله په ملک کښی به غیرد حق د لوئی نه او په دی وجه چه تاسو لوئی کوله ﴿۷۵﴾
داخل شئ‌ دروازی د جهنم ته همیشه به ئی په هغی کښی نو ناکاره دی ځای د اوسیدلو د لوئی کوؤنکو ﴿۷۶﴾
نوصبر کوه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده نویابه اوخایو مونږ تاته بعضی هغه عذاب چه وعده کوؤ مونږ ددوی سره یابه وفات کړو تا نو مونږ ته به دوی راگرځی ﴿۷۷﴾
اویقیناً لیږلی دی مونږ رسولان مخکښی ستانه بعضی ددوی هغه څوک دی چه بیان کړی دی مونږ په تاباندی اوبعضی هغه دی چه نه دی بیان کړی مونږ په تاباندی او نیشته په اختیار درسول کښی چه راوړی هیڅ معجزه مگرپه حکم د اللّه تعالٰی هغه وخت چه راشی حکم د اللّه تعالٰی فیصله به اوکړی شی په حقه سره اوښکاره شو دغه وخت تاوان د باطل پرستو خلقو ﴿۷۸﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی دی تاسو لره څاروی ددی دپاره چه سورلی کوئ په بعضی دهغونه او بعضی دهغو نه تاسو خورئ ﴿۷۹﴾
او تاسو لره په هغی کښی فائدی دی اوددی دپاره چه اورسیږئ په هغی باندی سواره هغه حاجت ته چه په سینو ستاسو کښی دی اوپه هغی باندی او په کشتوباندی پورته کولی شئ تاسو ﴿۸۰﴾
او ښائی تاسو ته دلیلونه خپل نو دکوم یو د دلیلونو د اللّه تعالٰی نه تاسو انکار کوئ ﴿۸۱﴾

[۷۷] هرکله چه حال دمجادلینو بیان شو نو اوس تسلی ورکوی نبی ﷺ ته په پنځو طریقو سره -
[۷۸] دا څلورمه تسلی ده په ذکر دتکالیفو د انبیاؤ سابقینو سره اشارةً اوپنځمه تسلی جواب دسوال دمنکرینو دی چه ته رسول ئی نومونږ ته هغه معجزی راوړه کوم چه مونږ طلب کوو جواب دادی (وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ) اوهم داسی ذکرشوی دی په سورة رعد (۳۸) اوسورة ابراهیم (۱۱) کښی اوپه دی آیت کښی دلیل نقلی اجمالی دی د انبیاء علیهم السلام نه(وَخَسِرَ هُنَالِكَ) خسران ددوی په اصل کښی په وخت د ناکاره عملونو کښی وو لیکن په هغه وخت دوی ته خپل خسران نه ښکاره کیدلو اوپه وخت دعذاب کښی خسران ښکاره شو ددی وجی نه د هنالک تخصیص ئی اوکړو -
[۸۱،۸۰،۷۹] په دی آیاتونو کښی نور دلائل عقیله په ذکر دنعمتونو سره ذکرکوی په اول آیت کښی ئی دڅاروؤ نه دوه لوی فائدی ئی ذکرکړی دی چه سورلی او خوراک دی - اودوهم کښی ئی دری نعمتونه ذکر کړل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>