فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۶ المؤمن

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ ﴿۱۰﴾ قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَى خُرُوجٍ مِنْ سَبِيلٍ ﴿۱۱﴾ ذَلِكُمْ بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ وَإِنْ يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ ﴿۱۲﴾

یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی آواز به ورکیدی شی دوی ته (دقیامت په ورځ) چه خامخا غصه د اللّه تعالٰی ډیره ده دغصی ستاسونه نن په ځانونو ستاسو باندی کله چه بللی کیدلئ په تاسو ایمان ته نو تاسو به کفر کوؤ ﴿۱۰﴾
دوی به اوائی ای ربه ځمونږ مرگ راوستلی دی تا په مونږباندی دوه کرته او ژوند دی راکړی دی دوه کرته نو اقرار کوؤ مونږ په گناهونو خپلو باندی نو آیا شته دی وتلو ته څه لار ﴿۱۱﴾
دا ددی وجی نه چه کله به بللی کیدی شو اللّه تعالٰی په یووالی سره نو تاسو به انکارکوؤ او که چیری شرک به کیدی شو دهغه سره نوتاسو به ایمان راوړو نواختیار دیو اللّه تعالٰی دی چه اوچت دی او لوی دی ﴿۱۲﴾

[۱۰] دا تخویف شدید دی کافرانو مجادلینوته روستو دشان د مؤمنانو نه او دا څلورم عنوان دی - (يُنَادَوْنَ) آواز به ورکیدی شی دقیامت په ورځ او دوی به په جهنم کښی وی اوځان ته به ډیرغصه وی - (مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ) اوداغصه ددوی په قیامت او په جهنم کښی ده (إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ) دا متعلق دی په لمقت اللّه پوری یعنی د اللّه تعالٰی غصه په تاسوباندی په دنیا کښی وه چه کله به تاسو ته دعوت او تبلیغ دایمان کیدی شو اوتاسوبه انکار کوؤ اودا غصه د اللّه تعالٰی ستاسو ددی غصی نه ډیره لویه ده -
فائده: مقت سخت غضب او بغض ته وئیلی کیږی اودا صفت د اللّه تعالٰی دی څه رنگ چه دهغه د شان سرا خائیگی تاویل ته هیڅ ضرورت نیشته -
[۱۱] دا جواب دهغوی دی په طریقه د اقرار جرم سره ددی دپاره چه د جهنم نه اوځی او دنیا ته واپس لاړ شی -
فائده: په دی آیت کښی دوه مرگونه او دوه ژوندونه ئی ذکرکړی دی لکه چه په سورة بقر ه (۲۸) کښی ذکر وو په دی کښی اول قول دادی چه داول مرگ نه مراد وجود ددوی وؤ په شکل دنطفی سره په ارحامو دمیندو کښی او ددوهم مرگ نه مراد مشهور مرگ دی او داول حیات نه مراد روح اچول دی په بدن کښی په ارحامو دمیندو کښی اوبیا دنیا ته بهر راوتل او دوهم ژوند روح اچول دی په دغه بدن کښی په ورځ دقیامت اوهغی ته بعث بعدالموت وئیلی کیږی اوداسی ترتیب په سورة مؤمنون د (۱۲) نه تر (۱۶) پوری ذکرکړی دی - په دی قول کښی په نطفه باندی دمیت اطلاق په طریقه دتشبیه یا مجاز سره شوی دی اودا قول ابن عباس او ابن مسعود او قتاده او ضحاک نه مفسرینو نقل کړی دی اوداه غوره دی په دی کښی دقبر دحیات ذکرنه دی شوی ځکه چه هغه حیات حقیقیه نه دی -
[۱۲] (فَالْحُكْمُ لِلَّهِ) دا جمله هم علت دی چه نجات نیشته ددی وجی نه چه اختیار د اللّه تعالٰی دی او رد دی په مشرکانو باندی هغوی عقیده لره چه زمونږ شفعاؤ ته اختیار دی مونږبه بچ کوی دتکلیف نه په دنیا او آخرت کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>