وَمَا لِيَ ۱۰۸۳ الصافات

إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ ﴿۶﴾ وَحِفْظًا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ مَارِدٍ ﴿۷﴾ لَا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَى وَيُقْذَفُونَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ﴿۸﴾ دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ ﴿۹﴾ إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ﴿۱۰﴾ فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ ﴿۱۱﴾ بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ ﴿۱۲﴾ وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ ﴿۱۳﴾ وَإِذَا رَأَوْا آيَةً يَسْتَسْخِرُونَ ﴿۱۴﴾

یقیناً ښائسته کړی دی مونږ آسمان نزدی په ښائست سره چه ستوری دی ﴿۶﴾
او ساتلی دی مونږ په ساتنی سره د هر شیطان سرکش نه ﴿۷﴾
غوږ نشی کیخودلی مجلس بره ته او ویشتلی کیدی شی دهرطرف نه ﴿۸﴾
رټلی کیدی شی په رټنی سره او دوی لره عذاب پیوست کیدونکی دی ﴿۹﴾
مگر هغه څوک چه اوتختوی څه خبره په تختولوسره نوروانه شی په هغه پسی شغله بلیدونکی ﴿۱۰﴾
نو تپوس اوکړه آیا دوی پوخ پیدائش والا دی اوکه هغه څوک چه مونږ پیدا کړی دی یقیناً پيدا کړی دی مونږ دوی لره د خټی نه چه سلیخناکه وه ﴿۱۱﴾
بلکه نه تعجب کوی او مسخری کوی ﴿۱۲﴾
اوکله چه دوی ته نصیحت کیدی شی نو نصیحت نه قبلوی ﴿۱۳﴾
او کله چه اوینی معجزه نو مسخره ترینه جوړه کړی ﴿۱۴﴾

[۶] داهم دلیل عقلی دی په توحید باندی او تمهید دپاره دحال دپیریانو دی چه دوی عاجز او ذلیل دی نو څرنگ د اللّه تعالٰی سره شریک کیدی شی یا زورآور سفارشی جوړیدی شی او رد دی په مشرکین بالجن باندی او دارنگ دا رد په مشرکین بالکواکب باندی هم دی ځکه چه ستوری صرف د زینت او د حفاظت دپاره پیدا کړی شوی دی معبودان نشی جوړیدی -
[۱۰،۹،۸،۷] په دی آیتونو دوهمه فائده دستورو ذکرکوی لکه سورة حجر (۱۷) کښی تیرشوی ده اوپه دی کښی دشیطانانو حالتونه يی ذکرکړی دی (الْمَلَإِ الْأَعْلَى) مجلس د اشرافو اود افضل ملائکو چه هغوی د اللّه تعالٰی دوحی په باره کښی مجلس کوی -
فائده: نبوت د نبی ﷺ نه وړاندی هم شیاطین په داسی شغلو سره ویشتلی کیدل لیکن هغه لږ وو او روستو دشروع کیدلو د نزول دقرآن نه دا شغلی ډیری شوی دهرطرف دآسمان نه شروع شوی ددی دپاره چه دکاهنانودخبرو دوجی نه په قرآن کریم کښی تلبیس پيدا نشی اود حفاظت دقرآن دوجی او د نبی ﷺ دهمیشه صدق دپاره دا معامله دشیاطینوسره روستو دوفات د نبی ﷺ نه هم باقی ده -
[۱۱] دا زجر دی منکرینو دبعث بعدالموت ته او مراد د (مَنْ خَلَقْنَا) نه ملائک او مشرق او ستوری او شیاطین او شهابونه (شغلی) دی چه مخکښی ذکرشول چه اللّه تعالٰی ددی څیزونو پیدائش باندی قادر دی نو دوباره پيدا کولو د انسانانوباندی هم قادر دی (لَازِبٍ) هغه خټه چه ډیروخت پری تیرشی خمبیره شی اوبیا لاسونو پوری انخلی او هغی ته سلیخ ناکه وئیلی کیږی -
[۱۲] دا زجردی په انکار درسالت سره -
[۱۵،۱۴،۱۳] په اول آیت کښی زجردی په انکار دقرآن کریم او دوهم آیت کښی زجردی په انکار دمعجزی او درسالت -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>