وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۷ يٰسٓ

لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أُنْذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ ﴿۶﴾ لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۷﴾ إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ ﴿۸﴾ وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿۹﴾ وَسَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰﴾

دی دپاره چه ویره ورکړی هغه قوم ته چه ویره نه وه ورکړی شوی مشرانو ددوی ته نودوی بی پرواه دی ﴿۶﴾
یقیناً پوره شوی دی حجت په ډیرو ددوی باندی نودوی ایمان نه راوړی ﴿۷﴾
یقیناً اچوو مونږ ددوی په څټونو کښی طوقونه نو هغه به ترزنی پوری وی نوسرونه ددوی به پورته کړی شوی وی ﴿۸﴾
او جوړوؤ به مونږ ددوی مخی ته دیوال او ددوی روستوته دیوال نوراگیربه کړو دوی لره نودوی به هیڅ نه وینی ﴿۹﴾
اوبرابر دی په دوی باندی ویره کول ستا دوی لره اوویره نه ورکول دوی لره ایمان نه راوړی ﴿۱۰﴾

[۶] په دی کښی ذکردمقصد درسالت اوپه دی کښی اشاره ده چه دا آخری نبی په داسی وخت کښی رالیږلی شوی دی چه اهل دنیا دده رسالت ته (دوجی د غفلت نه) محتاج وو اوداهم ددی پیغمبر عظمت شان دی -
[۷] هرکله چه مقصد درسالت ذکرشو چه انذار دی نوسوال راغی چه دا ټول خلق ولی ایمان نه راوړی نوپه دی آیت کښی دهغی جواب کوی په ذکردمانع سره -
[۸] په دی آیت کښی دری توجیهات دی اوله توجیه عامو مفسرینو واقعه دابوجهل او دنورو کافرانو لیکلی ده چه د رسول اللّٰه ﷺ دوهلو او دمانځه او دعوت نه منع کولو کوشش ئی کولو نولاسونه ئی د ستونو سره اونختل - دوهمه توجیه داده چه دابه په قیامت کښی ددی کافرانو حال دعذاب وی نو دا تخویف اخروی شو، دریمه توجیه داده چه دا تمثیل دی دمانع ددوی دایمان راوړلو نه اودوهم جواب او وجه داده ددوی دایمان نه راوړلو یعنی اغلال په سټونو کښی کنایه ده دتقلید د مشرانو گمراهانونه بغیر ددلیل نه لکه چه پلن طوق دیو انسان څټ ته پروت وی نوسرئی اوچت وی اولاری ته کتلی نشی نوټکری وهی اوکله په کنده کښی غورځیږی نودارنگ دوی دمشرانو دتقلید شرکی په وجه سره د هدایت نه محرومه دی -
[۹] په دی آیت کښی هم هغه دری توجیهات دی اوله توجیه داده چه کافرانو د رسول اللّٰه ﷺ د ویشتلو اراده اوکړه نو اللّه تعالٰی په دیوالونو کښی راگیرکړل نودا معجزانه حجت پری قائم شو لیکن بیاهم ایمان نه راوړی - دوهمه توجیه داده چه دابه په جهنم کښی ددوی حال وی توتخویف اخروی دی - دریمه توجیه داده چه داتمثیل دی اوذکرددریم مانع دی دهدایت نه یعنی لکه چه دیو انسان مخی او روستو ته دیوال وی نومخکښی اوروستو نشی تللی اوسترگی ئی هم بندوی - دارنگ ددوی قیامت باره کښی دیوال دشبهاتودی اوددنیا په باره کښی دیوال دشهواتو دی نودحق نه ړانده دی اودهدایت نه محروم دی -
[۱۰] دا څلورم مانع او جواب دی چه دوی ته دعناد اودضد دوجی نه انذارکول اوعدم انذاربرابردی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>