وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۵ فاطر

أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِنْ شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا ﴿۴۴﴾ وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا ﴿۴۵﴾

آیا دوی نه گرځی په ملک کښی چه اوگوری چه څه رنگ شو آخری انجام دهغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ او وؤ هغوی ډیرسخت ددوی نه په قوت کښی اونه دی اللّه تعالٰی چه بی وسه کړی هغه لره هیڅ څیزپه آسمانووکښی اونه په ځمکه کښی یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی قدرت والا دی ﴿۴۴﴾
اوکه چیری نیولی اللّه تعالٰی خلقو لره په وجه دهغه کارونو چه دوی کړی دی نه به ئی وؤ پریخودلی په شا دځمکه باندی هیڅ زنده سر لیکن روستو کوی دوی لره ترنیټی مقرر پوری نوکله چه راشی نیټه ددوی پس یقیناً اللّه تعالٰی دی بندگانو لره لیدونکی ﴿۴۵﴾

[۴۴] داهم تخویف دنیوی دی هرکله چه سنة الاولین ئی ذکرکړو نوپه دی آیت کښی دهغی نه د عبرت حاصلولو طریقه ذکرکوی چه هغه سیل کول اونظرکول دی اوتنبیه ورکوی چه اللّه تعالٰی سره په هیڅ طریقه مقابله نه شی کیدلی
[۴۵] دا هم داخل دی په تخویف دنیوی کښی اوهرکله چه منکرینو عذاب په تادئ سره طلب کوؤ نو په دی آیت کښی دهغی جواب دی (النَّاسَ) ددی نه مراد گناه گار انسانان دی که مؤمنان وی اوکه مشرکان وی (بِمَا كَسَبُوا) یعنی په ټولو گناهونو ددوی چه یو هم ورته نه معاف کوی - او ټول ددی وجی نه مراد دی چه په بعضی گناهونو سره په دنیا کښی بعضی عذابونه راځی لکه په سورة روم (۴۱) کښی تیرشوی دی - (مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا) انسانان چه دځمکی په کوم طرف باندی سکونت کوی نوددی مثال دمرکوبی (سورلی) دی چه دهغی په شاباندی سورلی کیږی نودی ته ئی ددی وجی نه ظَهْرِهَا اوئیل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>