قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۴ الفرقان

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا ﴿۴﴾ وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۵﴾ قُلْ أَنْزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۶﴾ وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ﴿۷﴾ أَوْ يُلْقَى إِلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا ﴿۸﴾

اووائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی نه دی دا (قرآن) مگر دروغ دی چه ځان نه ئی جوړ کړی دی (دی نبی) اومدد کړی دی دده سره په دی باندی خلقو نورو نو یقیناً راوړه دوی ظلم اوددروغو خبره ﴿۴﴾
او وائی دوی دا دروغ قصی دزړوخلقو دی چه لیکلی دی دی رسول په بل چاباندی بیا دهغی املاء (بیان کیدی شی) په ده باندی صبائی او بیگائیاو وائی دوی دا دروغ قصی دزړوخلقو دی چه لیکلی دی دی رسول په بل چاباندی بیا دهغی املاء (بیان کیدی شی) په ده باندی صبائی او بیگائی - ﴿۵﴾
ته اوایه نازل کړی دی دا قرآن هغه ذات چه پوهیږی په هرپټ څیزپه آسمانونو اوپه ځمکه کښی یقیناً اللّه تعالٰی دی بخښنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۶﴾
او دوی وائی څه وجه ده دی رسول لره چه خوری خوراک اوگرځی په بازارونو کښی ولی نه شی نازلیدلی ده ته ملک (فرښته) چه شی دده ملگرتیا کښی ویره ورکؤونکی ﴿۷﴾
یا (ولی) نه راغورځیدی شی ده ته خزانه او یا ولی نیشته ده لره باغ چه خوری دهغی نه اووائی ظالمان تابعداری نه کوئ تاسو مگردسړی چه لیونی شوی دی په جادو سره ﴿۸﴾

[۴] دا زجردی په انکار دقرآن سره په دری طریقو سره افک، افتراء، امداد دبل چا، اول دواړو ته ئی ظلم اوئیل اودریم ته ئی زوراوئیل دوجی ددی نه چه قرآن ددوی په شرک باندی ردکوی نودوی انکار دقرآن نه کوی -
[۵] په دی کښی هم زجردی په دری طریقو سره (اكْتَتَبَهَا) طلب دکتابت دبل چانه، ځکه چه په خپله کتابت نه شی کولی املاء دبل طرف نه، ځکه چه دی په خپله خط نه شی لوستلی (بُكْرَةً وَأَصِيلًا) شپه اوورځ یاوخت دصبا اوبیگاه مراد دی -
[۶] په دی آیت کښی رد دی په شپږطریقوباندی او ذکردصدق دقرآن دی (السِّرَّ) هرکله چه په پټوڅیزونو علم لری نوښکاره باندی خامخا علم لری - اوپه السِّرَّ راوړلوکښی اشاره ده چه په قرآن کریم کښی رازونه حکمتونه بی شماره دی نوولی ددی نه انکارکوئ (إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا) یعنی که توبه اوکړی نو اللّه تعالٰی به درته مغفرت او رحمت اوکړی په دی کښی ترغیب دی منکرینوته دتوبی اوانابت کولو - ابن کثیردحسن بصری نه نقل کړی دی چه اوگورئ کرم او جواد د اللّه تعالٰی ته چه دا خلق وژنی دوستان د اللّه تعالٰی، او اللّه تعالٰی دوی لره دعوت ورکوی توبی او رحمت نه -
[۸،۷] په دی کښی زجردی په انکاردرسول سره هرکله چه قرآن دی رسول راوړی دی ددی وجی دوی دهغه درسالت نه انکارشروع کړو - اوپه هغه باندی هم شپږاعتراضونه دی په اول آیت کښی دری اوپه دوهم کښی هم دری، په اول کښی ذکردصفات د بشریت دی اوپه هغوی باندی ددوی اعتراض کول اشاره ده چه دمشرکانوپه عقیده کښی بزرگان هغوی دی چه خوراک ته ئی حاجت نه وی اودارنگ دنیوی تجارتونه نه کوی اودارنگ نبی ﷺ په بازارونوکښی ددعوت او توحید دپاره گرځیدلو او داپه مشرکانوباندی بوج وؤ نو اعتراض ئی کولو - اوپه دوهم باندی طلب د صفاتو د مالدارئ دی ځکه چه د جاهلانو په نیزسبب د عظمت مالداری ده (مَسْحُورًا) چه سحرپری کړی شوی وی یا مسحورپه معنیٰ د ساحردی یا معنیٰ هغه چه څوک محتاج وی خورا سکاک ته - یا مسحورپه معنیٰ دمجنون دی یعنی چه سحردهغه دماغ خراب کړی دی - اودا طعن دهغوی په داسی بشرباندی چه دټول عالم هوښیاردی او فصیح او بلیغ دی دا عین ظلم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>