لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۸ النِّســاء

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۱۷۱﴾ لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَنْ يَسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا ﴿۱۷۲﴾ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنْكَفُوا وَاسْتَكْبَرُوا فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۱۷۳﴾

ای کتاب والو: زیاتی مه کوی په دین خپل کښی او مه وائی په اللّه تعالٰی باندی سیوا حق نه - یقیناً عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم رسول د اللّه تعالٰی دی اوکلمه (د کن) دهغه ده لیږلی وه مریم ته اوروح والادی دطرف دهغه نه پس ایمان راوړئ‌ په اللّه تعالٰی اوپه رسولانو دهغه اومه وائی چه (خدایان) دری دی منع شئ‌ (وی به) غوره ستاسودپاره ، یقیناً اللّه تعالٰی حق دار دبندگی یودی ، پاکی ده هغه لره چه وی هغه لره اولاد، دهغه په اختیار کښی دی هغه څه چه په اسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اوپوره دی اللّه تعالٰی ذمه وار ﴿۱۷۱﴾
هیڅ چیری بد نه گنړی مسیح علیه السلام چه شی بنده د اللّه تعالٰی اونه ملائک نزدی (اللّه تعالٰی ته) اوچاچه بده اوگنړله بندگی د اللّه تعالٰی او ځان ئی لوی اوگنړوپس زردی جمع به ئی کړی اللّه تعالٰی ځان ته ټول ﴿۱۷۲﴾
پس هغه چاچه ایمان راوړی دی اوعمل کړی دی په طریقه د نبی ﷺ پس پوره به ورکړی دوی ته ثوابونه ددوی اوزیاتی به ورکړی دوی ته دفضل خپل نه اوهغه چاچه بده اوگنړله بندگی د اللّه تعالٰی او ځان ئی لوی اوگنړو پس عذاب به ورکوی دوی ته عذاب دردناک - اونه به مومی دوی ځان لره سیوا د اللّه تعالٰی نه دوست اونه امدادی ﴿۱۷۳﴾

[۱۷۱] په دی آیت کښی رد دی په شرک اعتقادی د نصاریٰ (لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ) دحد شرعی او دطریقی د شرع نه زیاتی کولوته غلووائی - اوداحرام دی مثلاً د عیسیٰ علیه السلام په باره کښی عقیده لرل چه دی الٰه دی یا ابن اللّه دی داغلوشرک دی یایوعمل د پیغمبر ﷺ دطریقی نه خلاف په بله طریقه کول اوهغی ته ثواب وئیل دابدعت دی - دارنگ دحد شرعی نه کمی کول (چه هغی ته تفریط وئيلی شی) داهم په غلو کښی داخل ده لکه چه یهودیانو د عیسیٰ علیه السلام په باره کښی تفریط کوؤ دهغه دنبوت نه ئی انکار کوؤ اوهغه ته ولدالزنا وائی نوغلو دلته په عامه معنیٰ سره ده - اوددی وجی نه روستو داسی صفات د عیسیٰ علیه السلام ئی ذکر کړی دی چه دافراط او تفریط په مینځ کښی دی مراد ددی نه کلمه د کُن ده چه په دغه کلمی سره بغیر دنطفی نه پیداشوی دی (رُوحٌ مِنْهُ) من دپاره دجهة دی اودانسبت دتشریف دپاره دی (وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ) دنصاریٰ په باره دتثلیث کښی مختلف اقوال دی چه په تفسیر دسورة مائده کښی ذکر کیږی -
[۱۷۲] دارددی په نصارا باندی ، هغوی نبی ﷺ ته وئيل چه ته د عیسیٰ علیه السلام بی ادبی کوی ځکه چه ته هغه ته بنده وائی (يَسْتَنْكِفَ) نفرت کول او بدگنړل یعنی طبعاً‌ دبندگی د اللّه تعالٰی نه نفرت کول - (يَسْتَكْبِرْ) بندگی د اللّه تعالٰی حق گنړی لیکن ځان دهغی نه لوی گنړی اودا دواړه کفردی (الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ) دارد دی په مشرکین بالملائکة باندی -
[۱۷۳] دابشارت او تخویف دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>